جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

وچ سیند

شپې کافرې، مسلمانه سپوږمۍ،

مړه کړه

د سپوږمۍ د چېنو رګ، رګ یې،

ځبيښلي

ټولو سیورو پر سپوږمۍ یرغل ور وړي

ستوري ټول ټپې، ټپي دی

د زګیرویو ږغ یې چاته نه رسیږې

د تیارو بلا یې وینې دي چیښلې

تیره توره د چوپتیا لاس کي ولاړه

د اسمان دخندا مراندې یې پرې کړی

کاڼي وسوه کاڼي سوزي

اوبه رانغلې د سیند انتظار سوزي

د سبا د طلایې اسانو پښې دی،

بند پر بند باندې راماتی

د ژړ لمر زرین لاسونه وکړکۍ ته،

نه رسیږې

د کروړو ګڼ ځنګل دی

د کړکۍ غیږ کي شین شوی

وړانګې نه راځي، پر ځان باندې

بیږیږې

دروازو باندې موښتي دی لاسونه

د رڼا ښار ته خلاص نه شول ټوله ورونه

د ځنځیر تر کړۍ څاڅي

څاڅکي، څاڅکي

د رڼا د څوسوالګرو، وینې، وینې

کتاب پړمخې پر مځکه باندې،

پروت دی

د تیارو درد یې د زړه سردې نیولی

د لفظونو اروا سوزې نینې کیږې

الیکین پخپل قفس کي دی مړ شوی

د نجلۍ لاس ورڼا نه رسیږي

کاڼي وسوه کاڼي سوزي

اوبه را نغلې د سیند انتظار سوزي

وخت ولاړ دی، وخت ولاړ دی

د کوټو په دیوالونو باندې ځوړند ساعتونه

په پیړیو شاته تللی

ښار کي ګرمه اوازه ده

چې (نیل) * بیا توپاني شوی

پیغلي نجوني باج کي غواړي

زلمیان ټوله په اوبو کي د ژوندون په هڅو ،

ډوب شوه

په دښتونو کښې د وینو سره غمي

راټوکیدلې

کاڼي وسوه، کاڼي سوزی

اوبه را نغلې د سیند انتظار سوزی

د تاک لپو کښې دعاوې،

وچي شوې

د انګورو شونډې ترک، ترک

چاودیدلې

د انارو زړونه وینې، وینې ژاړې

ګریوانونه یې چا ک ، چا ک

په وېنو وللې

پاڼې ژاړې، د ګلونو ډنډر ژاړې

منی راغلې،

ونې ټوله ژړۍ تبو* دي نیولې

کاڼي وسوه کاڼي سوزي

اوبه رانغلې د سیند انتظار سوزي

وچې چیغې وهي غاړې

د ریګونو اروا سوزي

زاڼې  ټولې ستړي، ستړي

د سفر تکل یې وسو

د سفر یقین یې سوزي

د الوت وزر یې وسوله سوږېږې

چيرې ولاړې شي؟ همد غه یې وطن دی

چیرې ولاړي شي؟

همدغه یې وطن دی

۲۰۲۲ / ۱۰ / ۲۳

غزل

نور تلوسه ستا د دیدار نه وه

کو څه وه بنده بله لار نه وه

د ستورو کاڼي مې مینځل بڼوکي

ګریوان ته لار نه کیده چار نه وه

تر دغه ځایه پر اغزو راغلمه

د ګل وږمه زما دپار نه وه

په رخسارونو کي سر خې د سپید و

ستا دسبا د انتظار نه وه

د یو چا روح و لا لهانده تن کي

د چا دردونه په شمار نه وه

رڼا د حسن یې تیارو نیولې

(پر وین) د شپو وه د سهار نه وه

۲۰۲۲ / ۱۰ /  ۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب