شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنورستان: ۱۰۰ کورنیو سره د لمریزې بریښنا د توکیو مرسته وشوه

نورستان: ۱۰۰ کورنیو سره د لمریزې بریښنا د توکیو مرسته وشوه

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د نورستان چارواکو په دې ولايت کې له سلو کورنیو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري د لمریزې بريښنا د وسايلو د مرستې خبر ورکړی.

 د نورستان د کډوالو چارو آمریت لپاره د طالبانو سرپرست مولوي رحمت خان ويلي، چې د هرې کورنۍ لپاره د مرستې پر برابرې شوې بستې شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د مرسته اخیسوتکو له ډلې یو تن رفیع الله د دغه مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه ،چې له دې وړاندې دوی بريښنا نه لرله .

د نورستان ګڼ نور خلک هم تر اوسه کافي برېښنا نه لري.

 په وروستيو کې د يو شمېر کوچنيو برېښنا کوټونو د فعالېدو تر څنګ د نړيوالو مؤسساتو له لوري خلکو ته د لمريزې برېښنا د وسایلو د برابریدو هڅې‌ زیاتې شوي.

نورستان له کونړ سره څنګ ته پروت ولايت دی، چې د ځايي خلکو په وینا پر کونړ سیند د بريښنا کوټ له جوړیدو سره د دغه ولايت په ګډون ډېرو نورو سیمو ته هم د بريښنا اسانتيا رامنځته کیدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب