جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونههندوستان په فني برخه کې له افغانستان بانک سره مرسته کوي

هندوستان په فني برخه کې له افغانستان بانک سره مرسته کوي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو له دغه بانک سره د هندوستان د فني مرستو او همکاريو خبر ورکړی.

د ياد شوي بانک په يوه اعلاميه کې راغلي،چې په دې اړه د افغانستان بانک لپاره د طالبانو سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د هندوستان د فني ماموریت له رئيس بهارات کومار سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي:«په دې کتنه کې دواړو لوریو د هېواد د اقتصادي وضعیت، همغږۍ او د بانکي چارو په اړه د متقابلو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

اعلامیه د عبدالقاهر حاجي ادریس له قوله لیکلي:« افغانستان بانک د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د قوانینو په چوکاټ کې ښو او غوره بانکي اړیکو ته ژمن دی او غواړي، چې په دې توګه په بانکي سکټور کې په ملي او نړیواله کچه آسانتیاوې رامنځته کړي.»

د افغانستان بانک د رياست د دفتر عمومي آمر صدیق الله خالد په دې کتنه کې د بانکي سکټور په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي، چې په تخنیکي برخه کې ګډه همکاري د بانکي سکټور په وده او پراختیا کې د پام وړ مرسته کولای شي.

سرچينه وايي، د هند د فني ماموریت رئیس بهارات کومار د افغانستان بانک چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې هند به له افغانستان سره د بانکي سکټور په برخه ګډو همکاریو او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ افغانستان بانک ته د نويو افغاني بانکنوټونو د چاپ د اجازې خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب