شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد جګړې او فډراليزم لپاره د سرور دانش د ګوند اعلان توند...

د جګړې او فډراليزم لپاره د سرور دانش د ګوند اعلان توند غبرګونونه پارولي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش له لوري « د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند» اعلانول د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي د نوموړي د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي:« دانش بې دانشه اقدام وکړ.»

سرور دانش په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ګوند یې د جګړې له لارې په افغانستان کې د طالبانو د ادارې نسکورول او د فدرالي نظام د حاکمولو لپاره کار کوي.

نوموړی د جمهوري نظام له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره په نیوزیلنډ هېواد کې سیاسي پناه اخيستې ده.

سرور دانش د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې د عدليې او لوړو زده کړو وزارتونو وزير او په وروستيو کلونو کې د ولسمشر دویم مرستیال و.

هغه په پراخه کچه په تبعیض، قومي تصفيې او له دولتي امکاناتو څخه په ناوړه استفادې تورن دی.

نوموړی د جمهوري نظام له سقوط وروسته یو ځل هم خلکو ته د ځواب ویلو لپاره نه دی را څرګند شوی.

ځینو سیاسي فعالانو د نوموړي اعلان کړي ګوند او اهدافو ته د « خيالي ګوند او خيالي اهدافو» نوم ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب