Homeخبرونهپاکستان ته غبرګون؛ منظور پښتین: په بندي کولو او تبلیغاتو مې حق...

پاکستان ته غبرګون؛ منظور پښتین: په بندي کولو او تبلیغاتو مې حق غوښتنه نه ختميږي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د پاکستان استخباراتي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر رهبر منظور پښتین له دغه هېواد سره د خیانت تور پورې کړی.

ښاغلي پښتين دغه تور ته په غبرګون کې ویلي، چې د حق غږ په شکايت، زندان او تبلیغاتو نه غلې کيږي.

هغه يو ځل بيا پر عدالت ټینګار کړی او ټينګښت يې يوازينۍ حل لاره بللې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو پښتنو ملتپالو د ښاغلي پښتين ملاتړ کړی او د نړۍ په مختلفو برخو کې ېې په ملاتړ د لاريونونو غږ کړی.

د ښاغلي پښتين په اړه د پاکستان د ټولواکه پوځ او استخباراتو دا تبلیغات او تورونه په داسې حال کې دي، چې نوموړي پرون په لاهور کې د يوې غونډې پر مهال د پاکستان پوځ د دغه هېواد شاهانه او ټولواکه واکدار وباله.

په دې اړه نور جزییات دلته ولولئ:

منظور پښتین: پاکستان جمهوري نه، شاهي نظام لري او د پوځ مشر ېې پاچا دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...