یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین: پاکستان جمهوري نه، شاهي نظام لري او د پوځ مشر...

منظور پښتین: پاکستان جمهوري نه، شاهي نظام لري او د پوځ مشر ېې پاچا دی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین پرون د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د يوې غونډې پر مهال د پاکستان پر جوړښت او ټولواکه پوځ توندې نيوکې وکړې.

هغه په دې مهمه غونډه کې، په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت او مهمو سیاسي ډلو ډېر مشران موجود وو، د پاکستان جوړښت وننګوه او ويې ويل، چې په دغه هېواد کې تش په نوم جمهوري نظام حاکم دی.

د ښاغلي پښتين په وينا، پاکستان اصلا شاهي رژيم لري، چې د پوځ مشر پکې د پاچا حیثیت لري.

په دې کنفرانس کې د نوموړي له خبرو څخه د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هرکلی کړی او په خپله ټویټر پاڼه کې یې لیکلي، چې د ده له بیا واکمنيدو سره منظور پښتین د وزارت مستحق دی.

منظور پښتین عمران خان ته هم په خپله ټویټر پاڼه کې توند ځواب لیکلی او ويلي، چې دوی د عمران خان په شان د قدرت لپاره نه، بلکې عدالت او اصولو لپاره مبارزه کوي.

د لاهور په پروني کنفرانس کې ښاغلي پښتين او د پښتنو نورو ملتپالو څېرو: افراسياب خټک او محسن داوړ ټولو په یوه خوله د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ د غړي او د پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان د منتخب استازي علي وزير د‌ خوشې کیدو غږ کړی.

ښاغلی وزیر، چې پر پښتنو د پاکستان د پوځ د ظلمونو له سرسختو منتقدانو څخه و، له څو کلونو راهيسې بندي او بې برخلیکه دی.

په پرونۍ غونډه کې پښتنو ملتپالو یو ځل بیا په پښتنو سيمو کې د پاکستاني طالبانو د بيا فعالولو په اړه د پاکستان د پوځ دسيسه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې نور به د دغو دسيسو خلاف په کلکه ودریږي.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړو ډلو په دې غونډه کې د ښاغلي پښتين په وينا توند غبرګونونه ښودلي، خو پښتنو ملتپالو یې تود هرکلی کړی او ویلي، چې اوږده موده وروسته پښتنو داسې رهبر موندلی، چې په منطق او استدلال د پنجاب زړه کې د پنجاب وحشتناک سياستونه غندي او د پښتنو د بیدارۍ او ازادۍ غږ پورته کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب