کله چې باز څلویښت کلنۍ ته ورسیږي مښوکه او منګولې یې دومره پڅې شي چې نور د ښکار وړتیا له لاسه ورکړي، وزرونه یې دومره کاکمزوره شوي وي چې کله الوزي د پرواز پر ځای یې په بدن پورې نښلي او نه شي کړای لوړ پرواز وکوي.
په دې عمر کې باز دوې لارې دلري یا مرګ یا بیرته ځوانیدل.
خو څنګه؟
باز د یو غره تر ټولو لوړه څوکه د دې لپاره چې د نورو له شره په امان کې پاتې شي ټاکي او هلته اول خپله مښوکه دومره پر تیږو وهي چې له بیخه ووځي یا ماته شي او نوې را شنه شي، په نوې را شنه شوې مښوکه خپلې پڅې شوې منګولې هم له بیخه باسي څو نوې منګولې راشنې شي، بڼکې یې هم د سختې لوږې له امله تويي شي او نوې پرې را شنې شي.
له دردونو، لوږې او سختیو دا ډکې ورځې پنځه میاشتې دوام کوي خو کله چې د باز هرڅه راسم شي لکه نوی چې زیږیدلی وي هم د لوړ پرواز وړتیا لري هم د ښکار….او پاتې دیرش کاله لکه ځوان باز ژوند کوي.
د ژوند لپاره باید بدلون وکړو، باید دردونه وزغمو….
هغه څه مو چې خوښيږي باید ترې تیر شو….
بد عادتونه او ترخې خاطرې باید هیرې کړو او بیا وزیږو…
که داسې ونه کړو بیا نو باید مړه شو…