شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ يې وږي او له...

ملګري ملتونه: له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ يې وږي او له کافي خوړو محروم دي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو څخه ۹ تنه يې د کافي خوړو له لرلو محروم بللي.

د‌ دغه پروګرام په یوه ټویټ کې لیکل شوي، چې افغان ميندې او پلرونه په ټوله کې د اولادونو مړولو ته حيران دي.

ياد شوی سازمان دا هم وايي، چې د افغانستان څه باندې ۲۱ میلیونه خلک خوراکي خونديتوب نه لري.

سرچېنې مخکې د وچکالۍ او نورو طبيعي ستونزو له امله هم د افغانانو پر ژوند د منفي پایلو خبر ورکړی و.

د نړيوال خوراکي پروګرام په باور، د سخت ژمي له رسېدو سره فقر ځپلي افغانان د ژوندي پاتیدو او ناوړه اغېزو څخه لپاره د نړيوالو له سخاوت مندانه مرستو پرته بله هیڅ لاره نه لري.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو هم، چې مخکې ېې په افغانستان کې د بشري ناورين رامنځته کیدل بې ځايه تبلیغات بلل، په وروستيو کې له نړیوالو بیا -بیا د دغه ناورين د مقابلې لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

  1. په یوه کورنۍ کی د کور مشر ( معمولاً پلار ) د خپلو اولادونو د سالمی روزنی او نفقې د برابرولو سرپرست او مسئول دئ، همدارنګه په یوه سیاسی جغرافیا کی ” حاکمیت ” د خپلی ټولنی د ټولو چارو ( د روزنی او ارتزاق په ګډون ) د سمون مسئول دئ.
    او
    هغه څوک یا کسان ( هیواد یا هیوادونه ) کوم چی ځانونه د ټولی نړۍ رهبران ګڼی او د علم او صنعت او حرب او اقتصاد او مدنیت په ټولو ډګرونو کی ځاونه تر نورو نړیوالو لوړ ګڼی هم ستر مسئولیت لری چی د وږو او بې وزلو ټولنو سره لږ تر لږه دومره مرسته وکړی چی ځپلی ټولنی د هلاکت څخه وژغوری.
    خو
    د بده مرغه ددې هیوادونو د حاکمانو امپریالیسټی روحیه یوه شیطانی روحیه ده او نه یوازی د ځپلو ټولو لاس نیوی نه کوی بلکه هغوی نور هم ځپی.
    بناً
    د افغانستان د خلګو په لوږه او نورو غمیزو کی تقریباً ټول بشریت خصوصاً غربی هیوادونه دخیل او مخ توری دی چی د تاریخ او الهی محکمې د درانه حُکم څخه به خلاصون و نه مومی.
    د شپږ اووه میایارډه انسانانو په حضور کی د شلو دیرشو میلونو انسانانو کړېده او ځورېده د ټول بشریت پر تندی تور داغ دئ.
    یو د پلار او نیکه څخه ازلی مسکین او فقیر به دومره د زړه سوی وړ نه وی لکه یو شتمن یرغمل سوئ او رنګین دسترخوان لوټول سوئ کس چی د زړه سوی دئ.افغانستان له هره اړخه یو شتمن هیواد دئ خو د سترو غلو او استعمارګرانو پلاس لوټ سوئ او ځپل سویدئ . ( د ټولو مخلوقاتو لعنت او نفرین دی وی د مظلوم افغان د بدی ورځی پر عاملینو باندی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب