جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه امريکا کې د فيض محمد ځلاند نيول کيدو او خوشې کیدو...

په امريکا کې د فيض محمد ځلاند نيول کيدو او خوشې کیدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ ‏‏امريکا متحده ایالاتو ته د څه مودې مخکې سفر پر مهال د کابل پوهنتون د استاد او د طالبانو د يوه مشهور مدافع فيض محمد ځلاند نيول کيدو او له خوشې کيدو وروسته بيرته هېواد ته ستنیدو ته د طالبانو مخالفينو او ملاتړو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د ملي المپيک کميټې لپاره د طالبانو لوی رییس انجنیر نظر محمد مطمئن ښاغلي ځلاند ته د خوشې کیدو مبارکي ويلې او پر امريکا متحده ايالاتو يې د نوموړي د نيولو له امله نيوکې کړي دي.

ښاغلي مطمئن په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«‏تر پخوا لا ډير باوري او د پياوړي هوډ څښتنپه نږدې دوه اونۍ کې يې د سي آی اې لخوا د اختطاف پرمهال په ۵ بېلابېلو امريکايي زندانو کې سخت روحی شکنجې وليدي.د امريکا د بشر حقونو دروغجنې دعوې اثبات د بدمخو/بدمعاشو زندان مامورينو پر مهال عملا ورته وشو.»

په امريکا متحده ايالاتو کې مېشت سياسي کارپوه او په کابل کې د امریکا د سفارت پخواني ژباړن وحید فقیري، چې هغه هم د طالبانو له مشهورو پلويانو څخه دی، د امریکا له لوري د فيض محمد ځلاند نيول غندلي او په بيرته خوشي کيدو يې خوښي څرګنده کړې ده.

د‌ کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند ويلي، چې دی د PBS/Frontline امريکايي ادارې له لوري  په رسمي سفر امریکا ته بلل شوی و، خو هلته امريکايي استخباراتو طالبانو سره د اړيکو په تور شاوخوا دوه اونۍ بندي او بيا د زلمي خليلزاد او د افغانستان لپاره د امريکا د اوسني استازي ټام ويسټ په سپارښتنه را خوشې کړ.

د طالبانو يوه منتقد او شاعر جلال امرخیل د پوهنتون د دغه استاد يادو څرګندونو ته په اشارې ليکلي:«زما عظیمه ربه!!په داسې چاره مې مه بندوه، چې ټام ویسټ او خلیلزاد مې سفارش او شفاعت ته ودریږي!زما ستره خالقه!ستا د نبي له شفاعته مې مه محروموه، همدا شفاعت مې بس دی، د ټام ویسټ او خلیلزاد واسطو ته مې ودروه، مړ ښه یم، خو د ټام ویسټ په سفارش راخلاص شوی ژوندی نه»

ښاغلی ځلاند مخکې د ټولنيزو رسنيو ځينو فعالينو تورن کړی و، چې د ايس آی وي کيس په اساس امریکا متحده ایالاتو ته تللی و، خو هغه دغه ادعاوې رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې او امریکا متحده ایالاتو د نوموړي د قضيې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب