جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+کورنی تاوتریخوالی؛ مېرمن که مور او پلار؟

کورنی تاوتریخوالی؛ مېرمن که مور او پلار؟

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

د ماښام اووه بجې وې، په مسیج کې یې لیکلي و:
«سلام استاذه! له څو ورځو راهیسې مې له والدینو سره په کور کې حالت خرابه ده، دوی راسره ښه وضعیت نه کوي، زما د کور ولا او زما د مور تر منځ هره ورځ لانجه وي، ته یوه مشوره راکړه، څنګه وکړم؟»

دا یو محصل و، په درسونو کې ښه ځیرک و، دې حالت یې خپه کړم، ځکه د یوه ښه راتلونکي لپاره د کورنۍ ملاتړ حیاتي ارزښت لري…!

زموږ د ټولنې ډېری کورنۍ له دغه ډول تاوتریخوالي ځورېږي.

تقریباً هره په کورنۍ کې دغه ډول تاوتریخوالي موجود وي، ځینو کې دغه کچه بیخي کمه، بعضو کې نسبتاً ډېره او په ډېرو کمو کورنیو کې بیا دغه ډول تشنج او اختلافات بیخي ډېر وي، چې حتی یو د بل په سپکولو، وهلو او د لویې کورنۍ په پاشلو پای ته رسېږي.

دا چې ولې په یوه کورنۍ کې د زوی او پلار، د مور او زوی، د انږور او خواښې او یا د کورنۍ د نورو غړو تر منځ جنجالونه او اختلافات رامنځته کېږي؛ نو عوامل یې زیات دي، مثلاً یو بل ته نه احترام، د همغږۍ نه شتون، اقتصادي ستونزې او نابرابرۍ، په کور کې د مشر نه شتون، تر ټولو مهمه دا چې د اولادونه نه روزنه یا بده روزنه.

دلته یې په عواملو خبرې نه کوو، راځو دې ته، چې حللارې څه دي؟ آیا له یو عاقل او مسلمان ځوان سره دا ښایي، چې د خپلې سپین سرې مور یا سپین ږیري پلار په مقابل ودرېږي؟

ځواب منفي دی، نه زموږ دین اجازه راکوي، نه انساني وجدان او نه هم زموږ د ټولنې سالم عرف.

ډېری د نظر خاوندان د ټلوېزونو، راډیوګانو او نورو رسنیو له لارې په دې ټینګار کوي، چې له واده کولو وروسته له خپلو والدینو بېلتون یوه ګټوره چاره ده، پلار او مور له بېل کور څخه هم پالل کیدی شي.

په دې اړه باید ووایو، چې په افغاني ټولنه او اسلامي شریعت کې یو چاته له خپلو والدینو څخه د بېلېدو مشوره ورکول به ډېر یو بد کار وي.

ډېری کسان دا دلیل راوړي، چې په اسلام کې په انګور باندې د خواښې او خُسر خدمت کول نه شته؟!

د دې پوښتنې په ځواب کې متأسفانه زموږ علماء داسې قاطع دریځ نه نیسي، دلیل یې هم دا کیدی شي، چې دغه ډول مسایل مختلف حالات لري، یعنې د هرې کورنۍ په داخلي جوړښت پورې محدود دی، مثلاً په یوه کورنۍ کې د خواښې او خُسر تر څنګ لېورونه، د لېوره ځوان زامن، حتی د پښتنو داسې کورنۍ شته چې په هغه کې د تره زامن لا په یوه کور کې سره ګډ ژوند کوي؛ نو په دغه ډول حالت کې خو د اسلام دریځ او موقف روښانه دی، یعنې اسلام په دغه ډول ترکیبي کورنۍ کې د ځوانې ښځې اوسېدل منع کړي، ځکه لېور، د لېوره زامن او نور دېته ورته لرې خپلوان محرم نه دي؛ نو بېلتون له هره اړخه مثبت او ګټور دی.

دلته د یوې خبرې یادونه اړینه بولم، په افغاني او په ځانګړي توګه پښتني ټولنه کې لویه کورنۍ د فخر او اتفاق بېلګه ګڼل کېږي، په کومه کورنۍ کې چې تر ډېره وخته ورونه، ورېرونه، ترونه … سره یو ځای په یوه کورنۍ کې ژوند وکړي؛ نو شا او خوا نور خلک یې د ښه اتفاق او یوې سالمې کورنۍ په نوم یادوي.

نو زموږ انفرادي او شخصي نظر دا دی، دا چې تر ډېره وخته ګډ ژوند کول د پښتني او افغاني ټولنې په یو ارزښت بدل شوی؛ نو دلته باید د کورنۍ د غړو(نارینوو او ښځینه وو) شخصیت، اخلاق او نور ټولنیز سلوک په نظر کې ونیول شي او بیا په یوه کور کې د ګډ ژوند کولو تصمیم ونیول شي.

که چېرې کورنۍ لوی ترکیبي جوړښت ولري، مثلاً لېورونه، د لېوره زامن او لرې خپلوان شتون ولري؛ نو بیا به د خپلې کورنۍ اخلاقي، ایماني او ټولنیز نزاکتونو ته کتل کېږي او وروسته به تصمیم د زړه په خوښه نه؛ بلکې د عقل په اساس نیول کېږي.

د کور فزیکي جوړښت، مثلاً د ګډو دهلیزونو شتون، په بلاکونو کې پر یو بل د لارو شتون، د خوراک او څښاک ځای… دا ټول مسایل باید په نظر کې ونیول شي او بیا د ګډ ژوند یا بېل ژوند په اړه پرېکړه وشي.

کیدی شي اوس دلته دا پوښتنه مطرح شي شي، چې دغه ذکر شوي موارد خو د ګډ ژوند لپار کوم معیار یا د ارزښت وړ نه دي؟!

ځواب کې باید وویل شي، چې پورته کوم څه چې یاد شول؛ د پښتني او افغاني ټولنې جوړښتونو او ارزښتونو ته په کتو د اهمیت وړ دي، مثلا داسې یوه ستره کورنۍ مو لیدلې، چې نارینه یې ټول په اېران کې مسافر و، د کور مېرمنې او ماشومان یې پاتې و، که دغه لویه کورنۍ همداسې مشترک او ګډ ژوند ولري؛ نو د اتفاق او یوالي یو پوخ بنسټ به وي.

پورته مو یوه پوښتنه مطرح کړه، چې خواښې او خُسر په اینګور د خدمت کولو حق لري او کنه؟
شریعت په واضحو الفاظو دغې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، که د دین هر عالم ته کېنئ؛ نو ځوابونه به یې کیدی شي یو د بل خلاف واورئ؟!

خو په یوه خبره د ټولو اتفاق دی، هغه دا چې په مېرمنه د خپل خاوند د مشروع او جایز امر اطاعت واجب او لازم دی، که خاوند خپلې مېرمنې ته د خپلو والدینو د خدمت کولو امر وکړي؛ نو مېرمنه یې مسؤلیت لري، چې دغه امر یې پر ځای کړي؛ خو مشروط په دې، چې د دغه امر په پایله کې به ظلم، اخلاقي فساد او افراط موجود نه وي، مثلاً داسې به نه وي، چې خاوند خپلې مېرمنې ته داسې امر وکړي، چې له مخې یې باید مېرمنه د خپل خُسر پښې او یا یې نور ځان مساج کړي، ځکه دا د خاوند یو غیری مشروع امر دی او اجرا یې په مېرمنه لازم نه دی.

هدف ته راځو، زموږ ټولنه په مذهب او سنت کې له افراطه ډکه ده. د والدینو حق تر هر چا ډېر په خپلو اولادونو دی، اولادونه(لورانې او زامن) به کرار ناست وي؛ خو په انګور به اخلی پخلی هم کوي، مېلمه به هم ورباندې خوندي کوي، څاروي به هم ورباندې ساتي او ورپسې به مینت هم ورباندې کوي.

زموږ ټولنه د ډېرو داسې کورنیو شاهده ده، چې په هغو کې انږور د مزدورې او وینځې حیثیت لري، په دې سترګې نه شي پټېدی.

د خاوند اطاعت، د خُسر امرونه، د خواښې منتونه او پېغورونه، د خپلو اولادونو لویونه، له بلې خوا فقر او غربت، د مختلفو مرضونو تېرول… دا ټول د یوې ښځې په اوږه بار وي، د دې تر څنګ الله تعالی بیا لمونځ او روژه هم ورباندې فرض ګرځولې. بس دا یوازې په دې خاطر چې (انږور) ده؛ باید همدومره زجر او تکلیف په ځان ومني؟
دا ظلم دی او داسې یو ظلم، چې د رواج او مذهب په پرده پوښلی دی.

په انږور د ټول کور سمبالول او د مزدورې په څېر د ژوند دایره ورباندې راتنګول څه د اوس زمانې خبره نه ده، زموږ په ټولنه کې له ډېرو پخوا زمانو راهیسې د انګوربودن په صفت د ځوانو پیغلو ښایسته ژوند په جهنم بدل شوی.

له انږور سره د دې ډول ناوړه او بد چلند ټول مسؤلیت د هغې خاوند ته متوجې کېږي.

خاوند باید دا درک کړي، چې په لوی کور کې مور(خواښې) اولادونه لري، مور خپل خاوند لري، مور د صلاحیت څېښتنه وي، مور د ټول کور مالکه وي؛ خو خپله نوې مېرمن (ناوې) څوک او څه شی لري؟
یوازې همدا تا خاوند لري، پرته له خدای ج نور هېڅ نه لري.

له خپلې مېرمنې په هر حالت کې دفاع په کار ده؛ خو دا هر څه اصول لري، سم فکر، سمه لهجه او نرمښت غواړي.
د خپلو والدینو په حضور کې له خپلې مېرمنې داسې دفاع چې د والدینو په خپګان او ملامتیا پایته رسېږي؛ هېڅ اخلاقي او شرعي لاره نه ده او نه د خپلې مېرمنې ملاتړ دی، بلکې دا د کورني اختلاف د زیاتوالي په مانا دی، د الله تعالی غضب دی!

د خپلې مېرمنې ملاتړ باید د والدینو د خپګان او نارضایتۍ په مانا نه وي.

کوم اولادونه چې خپلې مېرمنې ته په مور بهتري ورکوي؛ هغوی به له یو ستر الهي نعمت څخه بې برخې وي. د والدینو پر وړاندې چلند پور دی، دغه پور به بېرته ادا کېږي، که د والدینو پر وړاندې ښه او نېک چلند وشي؛ نو همداسې به یو وخت زموږ اولادونه له موږ سره نېک چلند کوي. که خدای مه کړه له موږ خپل مور او پلار اذیت شي، مور مو په یاد نه وي او خپله مېرمن بازار او پارکونو ته چکر ته بیایو، مور ته درمل نه راوړو او خپلې مېرمنې ته عبث توکي اخلو؛ نو همداسې به یو ورځ زموږ اولادونه له موږ سره کوي.

والدین عمرخوړلي وي، حوصله او زغم نه لری، د هغوی غوسه او قهر له بدنیتۍ او کینې څخه نه وي، بلکې د هغوی غوسه له نېک نیت څخه وي. بد اولادونه هغه دي، چې والدین یې له وېرې ورته غوسه نه شي کوی، دا خو نېکبختي ده چې زموږ والدین په موږ د غوسې کولو جرئت کوي. د نافرمانه اولادونو لپاره د غضب او هیبت حالت هغه دی، چې والدین یې دومره ترې ناراضه وي، چې نور ورته نصیحت نه کوي.

هغه به کوم بدبخته انسان وي، چې مور او پلار یې له وېرې ورته نصیحت نه شي کوی؟

د کورني اختلاف د لمنځه وړلو تر ټولو بهترینه لار همغږي او یو بل ته احترام دی.

کوښښ وکړئ، چې په خپله کورنۍ کې بشپړ باور رامنځته کړئ. په یو ځای ګډ خوراک وکړئ. ګډ مجلس وکړئ. د راتلونکي لپاره د کور ماشومان وهڅوئ. یو بل ته د ښه راتلونکي هیله او امید ورکړئ. کشران د مشرانو اطاعت ته مجبوره کړئ.

خپله مېرمن وهڅوئ، چې ستاسو والدین د خپلو والدینو په څېر ومني او خپل والدین دومره نږدې کړئ، چې ستاسو مېرمن د خپلې لور په څېر ونازوي.

۱۴۰۱/عقرب/۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب