Homeخبرونهملا هبت الله: زندانیانو سره « شرعي چلند» وکړئ، «ناروا شکنجې» مه...

ملا هبت الله: زندانیانو سره « شرعي چلند» وکړئ، «ناروا شکنجې» مه ورکوئ

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ ‏‏د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې اميرالمومنين ملا هبت الله اخندزاده د دوی د دفاع وزارت له استخباراتي مسوولينو سره لیدلي او زندانیانو سره ېې د « شرعي چلند» په تر سره کیدو او د « ناروا شکنجو » په مخنيوي ټينګار کړی.

د اعلاميې له مخې، نوموړي دغه راز د کشف او تعقيب پر مهال د بې ګناه کسانو د نه نیولو امر کړی.

د طالبانو امیرالمؤمنین دغه راز خپلو استخباراتي منسوبینو ته د خپلو لیکو د تصفيې او پکې د ښو خلکو د ګومارنې ټینګار کړی او ویلي:((خپل صفونه تصفیه کړئ، نا اهله او نا مطلوبه کسان پر دندو مه ګمارئ، د انډیوالۍ، قرابت، منطقه پرستۍ او قوم پرستۍ څخه ځانونه وساتئ، په خپلو منځو کې همغږي او د خپلو افرادو جدي مراقبت کوئ، له ناروا او غیر شرعي کړنو څخه یې منعه کوئ.))

د طالبانو وياندويانو له خپلو استخباراتي منسوبینو سره د ملا هبت الله د لیدنې او دغو سپارښتنو خبر په داسې مهال ورکړی، چې نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور جوړونکي ريچارډ بنټ پنجشېر ته له سفر وروسته ځايي خلکو سره د طالبانو د ناسم چلند او شکنجو خبر ورکړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي پرون له نوموړي سره د لیدنې پر مهال په دې اړه ادعاوې رد کړي او ويلي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په زندانونو کې شکنجې صفر درجې ته رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...