جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني د جاپان د بیرته پرانیستل شوي سفارت د خونديتوب ډاډ ورکړ

حقاني د جاپان د بیرته پرانیستل شوي سفارت د خونديتوب ډاډ ورکړ

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ ‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د جاپان سفیر اوکدا تاکشي سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لېدنه کې حقاني په کابل کې د جاپان سفارت د فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګام یاد کړ.

‏د جاپان سفیر اوکدا تاکشي هم ژمنه وکړه، چې جاپان به د افغانانو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، سراج الدين حقاني د یاد سفارت د استازو او فعالیتونو اړوند د پوره امنیتي خوندېتوب ډاډ ورکړ.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير پرون وویل، چې په افغانستان کې ېې خپل سفارت په محدود ډول بیرته پرانيستی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، ډېرو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او يو محدود شمېر سفارتونه د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره فعال دي.

د طالبانو حاکمې ادارې، چې هیڅ هېواد ېې په رسميت نه پيژني، له ټولو هېوادونو د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې، خو ډېرو لږو ېې دغه غوښتنه منلې ده.

څه موده مخکې په کابل کې د روسیې د سفارت پر ودانۍ د داعش ډلې له لوري ځانمرګی برید وشو، چې د خپلو سفارتونو پرانيستو ته ډېر لېواله هېوادونه ېې هم بیرته دوه زړي کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب