Homeخبرونهکابل: د ۲ ښځو په ګډون ۳ تنه د انسان تښتونې په...

کابل: د ۲ ښځو په ګډون ۳ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ ‏په کابل کې د طالبانو امنيتي چارواکو د انسان تښتونې په تور دوو ښځو په ګډون د درې تنو د نيولو خبر ورکړی.

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وایي چې د امنيې قومندانۍ د لسمې حوزې پوليسو هغه درې تنه چې له يو روغتون څخه يې يو ماشوم تښتولی و له تعقيب وروسته ۱۶ ناحيه کې ونيول.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له روغتونونو څخه د ماشومانو د تښتولو او ورسره بیرته د تښتول شویو د ژغورنې خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...