جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+هند په ۴ ویکټونو پاکستان ته ماتې ورکړه

هند په ۴ ویکټونو پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند(یکشنبه، د قوس ۱) ویرات کوهلي په ښې لوبې د هند لوبډله د پاکستان په وړاندې په ۴ وکټونو بریالۍ کړه.

د ۲۰۲۲ د نړیوال شل اوره جام د دوهم ګروپ لومړۍ مسابقه د هند او پاکستان ترمنځ وه. هند پچه وګټله خو پاکستان ته یې د بیټنګ کولو بلنه ورکړه. پاکستان د لوبې تر ډېرو پورې تر سخت فشار لاندې و او په داسې حال کې چې ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۰۵ منډې یې کړې وې خو د شان مسعود ۵۲ منډو د پاکستان له لوبډلې سره مرسته وکړه چې د توقع خلاف هند ته لوړ هدف یعني ۱۶۰ منډې وټاکي.

هند هم په ډیره سختۍ په داسې حال کې پاکستان ته ماتې ورکړه چې یو توپ او یوه منډه ورته پاتې وه.

د پاکستاني باولرانو څو پر له پسې اضافي توپونو له هند سره په بري کې ډېره مرسته وکړه.

سریلانکا په ۹ ویکټونو آیرلنډ مات کړ

د نن ورځې په دوهمه سیالۍ کې چې د لومړي ګروپ د سریلانکا او آیرلنډ ترمنځ وشوه، سریلانکا په ۹ ویکټونو آیرلنډ ته ماتې ورکړه.

ایرلنډ د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۲۸ منډې جوړې وې خو سریلانکا په داسې حال کې چې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، په ۱۵ اور کې هدف په اسانه پوره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب