جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جاپان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په کابل کې یې خپل...

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی

تاند(یکشنبه، د قوس ۱) د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هایاشي نن وویل چې په کابل کې یې سفارت له څه باندې یو کال وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.

ښاغلي هایاشي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابل کې به د جاپان د سفارت چارې محدودې وي ځکه چې لا هم امنیتي اندېښنې شته.

ده په ډاګه نه کړه چې منظور یې له محدود فعالیته څه دی خو په ځینو نورو راپورونوکې ویل شوي چې جاپان کم شمېر دیپلوماتان کابل ته رالیږلي او غواړي چې په پیل کې په لږ شمېر دیپلوماتانو خپل سفارت فعاله کړي.

د جاپان د باندنیو چارو وزیر چې په توکیو کې خبرې کولې، زیاته کړه، هیواد یې په افغانستان کې د خپل بشپړ دیپلوماتیک حضور تر بیا پیلولو مخکې پر بیلابیلو انتخابونو غور کوي.

د تېر کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته جاپان خپل دیپلوماتان له کابله قطر ته ولېږدول او د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو په شان یې له دوحې څخه د افغانستان په اړه دیپلوماتیکې چارې پر مخ وړلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب