شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمجاهد: نوی اساسي قانون به جوړ شي

مجاهد: نوی اساسي قانون به جوړ شي

تاند(یکشنبه، د قوس ۱) د طالبانود حکومت ویندوی ذبیح الله محاهد وايي، هڅه کېږي چې د اوسني اساسي قانون پر ځای نوی اساسي قانون جوړ شي.

ده وویل چې د نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره کار پیل شوی دی.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په ځلونو د اساسي قانون په اړه یې ضد و نقیض څرګندونې کړي دي. کله یې ویلي چې پخوانی اساسي قانون لغوه شوی اوکله بیا وايي چې لا هم د پخواني اساسي فانون پر اساس اجرارات کېږي، د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په شمول ځینو یې بیا ویلي چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري ځکه چې قرانکریم د دوی اساسي فانون دی.

تېره میاشت د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې ویلي و چې د ظاهرشاه د دورې اساسي قانون به نافذ شي خو هغه مادې به یې لېرې شي چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

ښاغلي مجاهد وویل چې د نوي اساسي قانون د ترتیبولو لپاره به په راتلونکو میاشتو کې یو کمیسیون جوړ شي.

تر دې پخوا محاهدد روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي و چې علما او حقوقپوهان به نوی اساسي قانون تدوین کړي او اسلامي امارت به یې تایید کړي.

د طالبانو د واک ته رسیدو ۱۴ میاشتې وځي خو افغانستان د نړۍ په هیوادونو کې یوازینی هیواد دی چې اساسي قانون، ملي سرود، ملي بیرغ، د ملي شورا په شان مقننه جرګه نه لري او هیڅ هیواد یې واکمن دولت په رسمیت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب