Homeخبرونهط-انو د امریکايي پوځي لخوا د افغان ماشومې د تښتولو ادعا ته...

ط-انو د امریکايي پوځي لخوا د افغان ماشومې د تښتولو ادعا ته غبرګون وښود

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه امريکایي پوځي له خوا د افغان ماشومې د تښتولو ادعا ته په غبرګون کې دغه ادعا شوی کار لوی جنایت بللی او ويلي، چې د خلاصون لپاره یې امریکایي حکومت سره جدي خبرې کوي.

سرچينه زياتوي:«له باوري سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې د امریکا سمندري ځواک یوه عسکر (جوشوا ماسټ)، هغه یوازینۍ ژوندۍ پاتې افغان ماشومه له خپلوانو یرغمل او د خپلې کورنۍ د غړی په صفت له ځان سره ساتلې، چې د دوی په بمبار کې یې د کورنۍ ټول غړي په شهادت رسیدلي وو.»

طالبانو دا قضیه د اندېښنې وړ، له انساني کرامته لیرې او بشر ضد کړنه ګڼلې او ويلي،هڅه کوي چې یاده ماشومه بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغان کډوالو په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې، چې امریکایانو او متحدينو ېې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستانه ایستلي، خو يو شمېر یې لا د مختلفو هیوادونو په کمپونو کې بې برخلیکه دي.

طالبانو ويلي، چې دغه کډوال له انساني حقونو بې برخې دي.

دوی پر یادو هیوادونو غږ کړی، چې د مهاجرت د نړیوال قانون له مخې او د قونسلي خدماتو له لارې افغان کډوال له انساني او قانوني حقوقو برخمن کړي.

د طالبانو يو شمېر منتقدانو بيا ويلي، چې طالبان ياده ماشومه د کوم برخلیک د لرلو لپاره هېواد ته ورغواړي.

دوی په افغانستان کې پراخيدونکي ورځ تر بلې فقر، د نجونو د ښوونځيو تړل کيدو او نورو ستونزو ته په اشارې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د خلکو کوم حقونه تامين کړي او دې پوښتنې ته بايد ځواب ورکړي، چې ولې میلیونونه خلک هېواد پريښودو ته اړ وځي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...