په هر حالت کې جګړه ښه او غوره نه ده، ځکه جګړه کورونه ویجاړوي اومیندې ژړوي، خو په ځينو حالاتو کې داسې پېښېږي، بې له دې چې تورې ته لاس کړې، نورې د ستونزې د حل ټولې لارې چارې تړل شوې وي.
د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې پر خپل زور او قوت غره انګرېزانو بې له کوم دلیل او منطق پر افغانستان را ودانګل. فراري شاه شجاع يې د امیر دوست محمد خان پر ځای په کابل کې پر افغانانو ور وتاپه. نو ځکه افغانان دې ته اړ شول چې د مکناټن سر تر خپلو ګونډو لاندې او تورې ته لاس کړي.
د جګړې پایله کونډې، یتیمان او بېوزلي وي، خو کله چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یرغلګرو انګرېزانو د کابل د شور بازار چارچته، د کوهدامن د استالف بازارونه د ایرو په ډېران بدل کړل او په لسګونو افغانان یې له تېغه تېر کړل. افغانانو ته بې له دې چې کیوناري او ملګري یې د ګولیو خوراک کړي، بله چاره پاته نه شوه.
جګړه، لنډه غر او غله زېږوي. خو د ګرګين ظلمونو او نارواوو میرویس نیکه دې ته اړ کړ چې تورې او ډال ته لاس او خپل بېوزلي هیوادوال د ګرګين له وحشت څخه وژغوري.
جګړه په دې دنیا جهنم دی، ځکه په جګړه کې دود، خړې، لوګي او د اور لمبې وي.
خو کله چې روسانو د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف په توره شپه پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ او افغانان یې په وینو کې ولمبول. یا به افغانانو د حقارت ژوند تېراوه او یا به یې د سنګر لاره خپلوله، ځکه جګړه ور باندې تپل شوې وه.
جګړه دې ورکه شي، نوم دې یې ورک شي، ځکه په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي او د جګړې خبرې یوازې د ټوپک په خوله وي. خو کله چې امریکایانو د خپلو برجونو د نړولو او په افغانستان کې د اسامه د شتون په پلمه پر افغانستان را ودانګل او د خپلې خوښې د فساد، غصب او چور حکومت یې دلته واکمن کړ.
بله دا چې له خپل یرغل سره يې په افغانستان کې د قلابي ډیموکراسۍ په پلمه ملې وحدت زیانمن او د لنده غرو د لا چاغېدو لپاره يې زمینه چمتو کړه. هر ږيرور او هر د لونګۍ والا يې د تروریست په نامه د زندان تورو تمبو ته ور کش کړل.
سره له دې چې امریکایان په افغانستان کې د ټریلونو ډالرو د مرستې دعوا کوي، خو که په ځير ورته وکتل شي، د یوه امریکایي سرتېري د کال لګښت په افغانستان کې یو میلیون ډالره و. که د یو لکو شل زرو امریکایي او ورسره د ٤٨ نورو هېوادونو د سرتیرو لګښت ته وکتل شي. د ټریلونو ډالرو هم پورته کیږي. د دوی شل کاله جګړه د دوی له خوا پر افغانانو تپل شوې جګړه او ستره لوبه وه. کله يې چې زړه و، راغلل او کله يې چې لوبې ته بل شکل ورکاوه لاړل.
د دوی په خپله خوله دوی په افغانستان کې مات او په نړۍ کې په شرمو وشرمېدل. دوی پر افغانانو تور لګوي چې افغانان یو واحد ملت نه دي او د دې وړتیا نه لري چې یو واحد ملت شي. خو دوی وو، چې افغان ملت یې په خپلو تشو وعدو وغولاوو او هر څه يې د پاکستان له عینکو تر سره کړل. امریکایانو په افغانستان کې په ډول ډول پلمو شل کاله جګړه وغځوله او د بمونو د مور پورې بمونه یې پر افغانستان و ورول. هیواد یې ویجاړ او د ایرو پر کنډواله یې بدل کړ. کله يې چې زړه شو خپلې پښې يې سپکې کړي.
د نړۍ په ډیر شمیر ملتونه د خپلو هیوادونو د ساتلو وياړ لري، کله چې اړتیا وه تورې او ټوپک ته یې لاس کړي او د خپل هیواد حریم يې ساتلی دی.
ویتنامیانو د امریکایانو، الجزایریانو د فرانسويانو پر ضد توره او ډال راپورته کړل او د بریا تر پولې يې مبارزه ژوندۍ وساتله. خو د بریا وروسته يې د تورې او ټوپک پر ځای قلم، یوم او سپار ته لاس او خپل هیوادونه یې د سيالانو په لیکه کې ودرول.
یو د هغو ملتونو څخه چې تل يې په میړانه د دښمن پر ضد توره پورته کړې او د بریا تر پولې يې سرښندنه کړې ده زموږ ویاړلی افغان ملت دی، خو له بده مرغه د بریا وروسته يې د تاريخ څخه زده کړه نه ده کړې او تل یې هغه پخواني خطاوي بیا او بیا تکرار کړې دي.
وایې تاریخ د تیرو پيښو لیکلو ته وایې او ګټه يې دا ده چې د تاریخ په لوستلو سره تیرې نیمګړتیاوي بیا تکرار نه شي. خو افغانانو ته د تاریخ څخه زده کړه د کوچنیانو لوبه ښکاریږي او د تیرو نیګړتیاو په کولو سره د قلم، یوم او سپار ته د اړتیا پر مهال هم توره او ټوپک له ملا او اوږې نه لري کوي. دلته ده چې تل د غم د پاسه غم او د یوې جګړې پای او د بلې جګړې پیل وي.
اوس چې په هیواد کې اسلامي امارت واکمن دی، هیله ده د تاریخ پخوانۍ نیمګړتیاوي بیا تکرار نه کړي او د یوې بلې ناپایه جګړې لپاره لاره هواره نه شي.هغه کارونو ته مخه کړي چې هیواد مو په نړۍکې د سیالانو په لیکه کې ودریږي.