یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهط-لب ویاند د عبدالله ممنوع الخروجي رد، خو د کرزي په اړه...

ط-لب ویاند د عبدالله ممنوع الخروجي رد، خو د کرزي په اړه څه ونه ويل

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ د طالبانو د عمومي ویاند مرستیال احمد الله وثیق، چې په عین حال کې د ملي راډيو ټلويزيون لپاره د دوی لوی رییس او له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو د کميسيون وياند هم دی له سیاسي شخصیتونو سره د خپلې ادارې د اړيکو او چال چلند په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.

نوموړي باختر اژانس ته ويلي، چې د طالبانو د اړيکو کميسيون له لارې تر اوسه ۳۷۰ تنه پخواني چارواکي او فعاله څېرې هېواد ته ستانه شوي.

هغه زياتوي، چې په دغو کسانو کې يو شمېر پخواني وزيران، د وزارتونو مرستيالان، د پارلمان غړي، د ملي امنیت کارکوونکي، خبریالان او مطرح سیاسي شخصیتونه شامل دي.

احمد الله وثیق په دې مرکه کې زياته کړې، چې بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له دغه کمیسیون سره د هېواد ته ستنیدو په اړه اړيکه نه ده نیولې.

ښاغلي وثیقدا هم ویلي، چې د را ستنیدونکو کسانو مسلکي هغو ته یې د طالبانو په اداره کې دندې هم ورکول کېږي.

دغه طالب ویاند د عبدالله عبدالله د ممنوع الخروج په اړه راپورونه رد کړي، خو د حامد کرزي په اړه چې همدا پرون يې جرمني ته د سفر د ممانعت خبرونه خپريدل، څه نه دي ويلي.

 پخواني ولسمشر حامد کرزي مخکې ويلي وو، چې طالبان له هېواده بهر د سفر اجازه نه ورکوي، خو د هغه د تازه ممانعت په اړه يې څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب