شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاحدي:که ط-ان نړۍ سره تعامل وکړای شي د کنګل شویو بانکي زېرمو...

احدي:که ط-ان نړۍ سره تعامل وکړای شي د کنګل شویو بانکي زېرمو ستونزه ژر حلیږي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ د افغانستان د ماليې پخوانی وزير او د افغانستان بانک پخوانی رییس ډاکټر انورالحق احدي د طالبانو پر حاکمې ادارې غږ کړی، چې نړيوالو سره د خپلو ستونزو د ژر حل له لارې د کنګل شویو افغان بانکي زېرمو برخليک معلوم کړي.

ښاغلی احدي، چې د سويس يوه بانک ته د امریکا له لوري د کنګل شویو شاوخوا لس میلیارده ډالرو د درېیمې برخې د لېږد د يوه تخنيکي ټيم غړی دی، د یادو بانکي زېرمو د کنګل کیدو اصلي دليل سياسي بولي.

هغه زياتوي، چې تر اوسه د کنګل شویو بانکي زېرمو دا درېیمه برخه د سويس بانک ته نه ده لېږدول شوې او لا فرصت شته، چې طالبان په خپله اداره او کړنو کې د اصلاحاتو په راوړلو سره د بانکي زېرمو د برخلیک ستونزه حل کړي.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د سويس بانک ته د کنګل شوې افغان بانکي زېرمې د يوې برخې د لېږد سخت مخالفت کړی و.

له دې سره، پرون د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ وویل، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک ته ېې د نويو افغان بانک نوټونو د چاپ اجازه ورکړې ده.

ويسټ له افغانستان بانک سره د يوې بلې مالي معاملې خبر هم ورکړی، خو جزییات یې نه دي روښانه کړي.

څه موده مخکې د طالبانو اميرالمومنين ملا هبت الله اخندزاده په یوه غږیږه وینا کې وویل، چې نړیوالو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تعامل کوي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا د استخباراتي مشرانو له وروستۍ ناستې وروسته، چې جزییات یې نه دي رسنيز شوي، د دواړو لوريو اړیکې مخ په ښه کیدو ښکاري.

پر طالبانو د افغانانو او نړيوالو سخت فشار دی، چې اول په کور دننه په خپلو تګلارو کې عاجل اصلاحات راولي او په دې ډول د ملي مشروعيت له پیدا کولو وروسته نړیوالو سره ژر تعامل وکړي، چې د افغانستان بشري او اقتصادي ناورين مهار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب