جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهلاهور ته د پښتین سفر؛ پښتون ژغورنې غورځنګ په ګڼو هېوادونو کې...

لاهور ته د پښتین سفر؛ پښتون ژغورنې غورځنګ په ګڼو هېوادونو کې څانګې فعالوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین نن په يوه سفر د پنجاب مرکز لاهور ته روان دی.

تمه کيږي، چې ښاغلی پښتين هلته د عاصمه جهانګير په کنفرانس کې ګډون او وينا وکړي.

یاد شوي غورځنګ په لاهور کې له پښتنو ملتپالو غوښتي، چې په دې کنفرانس کې ګډون او د دوی د رهبر پیغامونه له نیږدې واوري.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ورته وخت کې اعلان کړی، چې د منظمې مبارزې لپاره د نړې په بېلابېلو برخو کې کې منظم تنظیم جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په يوه اعلاميه کې راغلي، چې سمدستي د دغو هڅو لړۍ له بريتانيا څخه پیل شوې ده.

بريتانيا هغه هېواد دی، چې پنجاب یې د پاکستان په نوم د هېواد تر رامنځته کولو پورې اوږده موده مستعمره وه او لا هم پر پاکستان او په خاص ډول پر پوځ یی تر ټولو ډېر حاکم هېواد ګڼل کېږي.

په بریتانیا کې د اوسني پاکستان ډېر خلک هم ژوند کوي، چې اکثره یې د غیر پښتني ريښو باوجود د پاکستان د پوځ او سياست جوړونکو سیاستونه او کړنې غیر انساني او مستبدانه بولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ويل کيږي، چې د سنجيده او انساني اهدافو او کړنلارې له امله یې د پاکستان تر کنټرول لاندې نور قومونه هم د خپلو غوښتنو په حقانيت قانع کړي.

پاکستاني چارواکي، په خاص ډول ېې پوځ تورن دی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو عدالت غوښتونکو جریانونو اعتراضونه سانسوروي او رسنیز بایکاټ یې پرې حاکم کړی.

په نورو هېوادونو کې د دغه غورځنګ د فعاليتونو پراختيا ته له دغه بایکاټ څخه د خونديتوب او د نړيوالو غوږ ته پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلمونو د رسیدو په خاطر يو شمېر پښتانه ملتپال خوشاله بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب