Homeخبرونهايران د کابل د شاه و عروس بند د جوړېدو په چټکتیا...

ايران د کابل د شاه و عروس بند د جوړېدو په چټکتیا کې مرسته کوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ ايراني چارواکو ويلي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو سره ېې د کابل د شاه و عروس بند د جوړولو په چټکتیا کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې اړوند تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې په دې اړه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن شیرازي د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له مرستيال مولوي مجبب الرحمن اخندزاده سره لیدلي.

معلومه نه ده، چې ايران ولې د افغان اوبو د نه د مدیریت له دې پروژې سره همکارۍ ته لېواله دی.

ايران د افغانستان له اوبو څخه تر هر هېواد ډېر وړيا ګټه اخيستونکی هېواد بلل کېږي.

د دغه هېواد یو شمېر چارواکو او رسنيو څو ځله خبر ورکړ، چې د کمال خان بند اوبه ورته طالبانو ور خوشې کړي، خو طالبانو ظاهرا دا راپورونه رد کړي وو.

د چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې ایران او نور هېوادونه د طالبانو د حاکمې ادارې د نه مشروعیت له ستونزې ناوړه ګټه اخلي او پر دغې ادارې خپل شرطونه په اسانۍ مني.

د طالبانو چارواکو بیا ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې کیدو راپورونه رد کړي او ايران سره ېې په دې برخه کې د پټو معاملو تورونه ېې بنسټه ګڼلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل شاه و عروس بند څخه ۲۲ کيلومتره لېرې او د شکر درې ولسوالۍ اړوند کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...