Homeخبرونهد ط-انو محکمې ۲ چارواکي د ملا هبت الله فرمان ته د...

د ط-انو محکمې ۲ چارواکي د ملا هبت الله فرمان ته د نه پاملرنې په تور محاکمه کړل

تاند:(يکشنبه ،د عقرب لومړۍ)‏‌ د طالبانو خبري سرچينو خبر ورکړی، چې په سويلي زون کې د دوی محکمې د سرې مياشتې ادارې دوه ځايي چارواکي د محاکمې پر مهال له دندو ګوښه او په يو – يو مياشت بند محکوم کړي دي.

د عزم نیوز په نوم د طالبانو يوې وېبپاڼې په خپل ټویټر کې لیکلي، چی له محاکمه شویو چارواکو څخه يو تن یې ‏د کندهار د سرې مياشتې رئيس او بل د زون په کچه د سرې میاشتي مسئول و.

سرچینه زیاتوي:« یادو مسئولینو د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان پنځه میاشتي ځنډولی و او د همدې غفلت په پایله کي له دندو ګوښه او په زندان محکوم شول.»

د طالبانو ياده سرچينه ليکي:« دغه پریکړه نن ورځ د ستري محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز رئیس شیخ مولوي سردارمحمد ابوالفیضان صاحب په مشرۍ، چي د تمیز د دېوانونو رئیسان، د مرافعه محکمې رئیس مولوي محب الله صاحب او د نظامي محکمې قاضي هم شامل وه، ترسره شوه.»

د طالبانو سترې محکمې او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي‌.

معلومه نه ده، چې محاکمه شوي چارواکي له جمهوري نظام څخه د طالبانو په اداره کې پر دندو پاتې او که د نورو ډېرو چارواکو په شان دوی په خپله يو کلنه واکمنۍ کې نوي ټاکلي وو.

یادو کسانو پر دوی د لګول شويو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د دې محاکمې خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د طالبانو پر محکمو د نورو ادارو په شان ېې د قانوني منابعو او لومړیتوبونو د نه مشخص والي له امله یې نیوکې کیږي.

تازه په ولسي جرګه کې د کندهار یوه پخواني استازي لالي حميدزي په کندهار کې د طالبانو والي حاجي يوسف وفا او ځینې نور چارواکي د جنرال رازق د خپلوانو او قوميانو (اڅکزيو) په وژلو او ربړولو تورن کړي او ويلي، چې دا هر څه په کندهار کې د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د موجودیت له ادعاوو او د هغه لخوا د طالبانو د ټولو دښمنانو د بښنې له فرمان سره تر سره کیږي.

طالبانو بیا په دې اړه تورونه رد کړي او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ېې عباس ستانکزي پرون ویلي، چې د دوی له واکمنيدو سره وژنې، اختطاف او په زندانونو کې شکنجې صفر درجې ته رسیدلي.

1 COMMENT

  1. طالب د پښتنو د بی عزتی، سپکاوی او قتل عام پروژه ده . دوی شل کاله پښتانه له کار ، مکتب، تجارت او آبرومند ژوند څخه محروم کړل ، ښه شو چی اوس کرزی ته هم ثابته شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...