شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeمقالېهو پاکستان وګټله!

هو پاکستان وګټله!

نجیب الله احمدزی

پاکستان بدون د شکه چې د افغانستان په اړه پیل کړې لوبه وګټله او په افغانستان کې سمدستي د خپل ستراتيژيک عمق د پاليسۍ په عملي کولو بریالی شو.

دا چې دا لوبه تمامه ده کنه، د افراطيت لګولی اور ېې مړ شوی او نورې لمبې کوي کنه او دا چې افغانستان به یې تر کله دغسې تر پښو لاندې نېم ژوانده ساه اخلي، دغه سره جلا بحثونه دي.

پاکستان څه وګټل؟

دا یې وګټله، چې افغان سياستوال که هغه په حکومت کې وو، د باندې، بې طرفه، په حقه يا ناحقه ټول یې سره وپاشل او په یوه ملي صف کې ېې د خپلو اساسي ګټو د تعریف او تامین له شعوره محروم وساتل.

په دې برخه کې به نورو هېوادونو هم ډېره رول درلود، خو واقعيت دا دی چې په افغانستان کې د نړیوالو استخباراتي پروژو د تطبيق اساسي ټيکه دار او ګټه وړونکی پاکستان دی.

پاکستان سمدستي دا وګټله، چې د تېرو چارواکو له پراخ فساد، نا اهلۍ او د نورو سياسي لوبغاړو له ناکامۍ څخه په استفادې يې خپل نیابتي جنګیالي پر افغانستان حاکمان کړل.

د دوی په موجوديت کې يې افغانستان له تفرقو، تبعيض، وروسته پاتې والي او قبايلي ذهنیت او نورو ګډوډيو څخه ډک هېواد، د نړيوالو ترهګرو اصلي پټنځای، د نيشه يي توکيو او نورو سازمان شويو جرمونو مرکز، حتا خپله پاکستان ته ګواښ او د پاکستان له لوري په ارزانه او اسانه د کنټرول وړ هېواد معرفي کړ.

له دې سره دغه هېواد وکړای شول، چې د افغانستان بحث لکه د خپلې يوې صوبې بحث نړيوالو ته معرفي او په افغانستان کې د مشروع او واقعي دولت په نه موجوديت کې د افغانستان د نړيوال استازيتوب واګې په لاس کې واخلي.

په دې ترڅ کې يې وکړای شول، چې خپل نوم د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي، د طالبانو د تر کنټرول لاندې افغانستان فضا پر امريکا خرڅه او د عباس ستانکزي په اعتراف له امریکا څخه ميليونونه ډالره ترلاسه او د خپل شړيدلي اقتصاد د رغولو لپاره لاس په کار شي.

بنآ په دې باید افغانان سر خلاص کړي، چې د تفرقې انجام يې دغه شو، چې ورته ګوري.

د نړۍ تر ټولو زيات وږی او خيرات ته ناست، له طالبي وحشت څخه کډه په سر او له بدنام ترينو او وحشي ترينو هېوادونو څخه حساب شول.

د نجونو ښوونځي يې تړلي، نارينه وو ته د ځانمرګو درسونه ورکول کېږي، ژوند پرسته کافر او افراطيان پکې وياړلي بولي.

نو د پاکستان د دې ګټلې لوبې معکوس کول ګران نه دي، لږه خواري غواړي، ملي خط تعريف او تامین غواړي او د ټولو پرونيو او بل پرونيو توپيرونو له هېرولو سره د يوه خپلواک، با عزته او د ژوند وړ افغانستان لپاره يو لاس کيدل غواړي.

ياهو!

1 COMMENT

  1. افغانستان د واک موضوع د بد او بد ترین تر مینځ ده په تیر نظام کې یواځینی شخصیت چې وو وو جناب اشرف غني بابا وو نور د په پشپړ نظام لعنت وي بلا د ورشي امارت! مقننه قضایه اجرایه هر څه د فساد ډک وو په دوی یهودو شرف درلود همدا خپل عمل وو چې پدوی پسې راغلو پاکستان نه بلکې خپل رزالت فساد په وړاندې عمل راغلو خو افسوس یواځې اشرف غني ته ضرورت دی نور باید د چاړو تر تیع باید تیر وه !الهي د په ژوندني خساب ورسره وکړي
    اامارت ستونزي لري خو بلا د ورشي صبر کوو کا دوی څه ونکړل پدوی پسې عمل راروان دی ولس به سوزي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب