شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهتخار کې د ۴ داعشیانو او يو ط-اب مقام د وژل کیدو...

تخار کې د ۴ داعشیانو او يو ط-اب مقام د وژل کیدو خبر ورکړل شو

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د داعشيانو د يوه مشر په ګډون د دوی د ۴ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو د ياد شوي وزارت وياند عبدالنافع ټکور وويل:« د داعش ډلې پر یوه پټنځای د دقیقو کشفي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو لخوا ځانګړې عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې درې تنه ووژل شول. په عملیاتو کې د دوی مهم غړی او قومندان (فاروق) هم وژل شوی دی.»

بل لور ته د ایران مهر خبري اژانس، چې د داعش پر وړاندې د طالبانو فعاليتونه له نیږدې څاري، په دې پيښه کې د اشکمش ښار لپاره د طالبانو دامنيې قوماندانۍ د امنيت د آمر محمد صديق د وژل کیدو خبر هم ورکړی.

د طالبانو چارواکو د خپل دغه مقام د وژل کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو پرون ورځ او تېره شپه د کابل په اتمه ناحیه کې هم د داعش ډلې د يوه مرکز د ختمولو او پکې د وزير اکبرخان جومات د چاودنې او کاج ښوونيز مرکز د خونړيو پيښو د عاملینو د وژلو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په قطر کې د طالبانو د استخباراتو له مشر مولوي عبدالحق وثیق سره د خپلو استخباراتي چارواکو د وروستیو مذاکراتو يو اصلي بحث په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو پر مقابلې خبرې ښودلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب