شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهشیخ نديم د‌‌ لوړو زده کړو وزارت ۴۰ کلنې پايلې د‌ «اسلامي...

شیخ نديم د‌‌ لوړو زده کړو وزارت ۴۰ کلنې پايلې د‌ «اسلامي او افغاني ارزښتونو» خلاف وبللې

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو نوي سرپرست شېخ ندا محمد ندیم نن د دغه وزارت منسوبینو ته معرفي شو.

نوموړي په دې غونډه کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پر څلویښت کلن فعاليت او پايلې ېې توندې نيوکې وکړې او له مشخصو خبرو پرته ېې د دغه فعاليت پایلې د« اسلامي او افغاني ارزښتونو» خلاف وبللې.

ښاغلي نديم ټینګار وکړ، چې ټولې چارې به د خدای تعالی او خپل امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د رضایت او افغاني کولتور لپاره تر سره کوي.

دغه طالب شېخ د وزارت په اړه خپله کاري کړنلاره مشخصه نه کړه، خو له منسوبینو یې وغوښتل چې ورڅخه اطاعت وکړي.

شېخ نديم د لوړو زده کړو په برخه کې د خپلو کاري تجربو د یادونې پر ځای دا روښانه کړه، چې په استخباراتي برخه کې یې هم کار کړی.

هغه د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د پخواني وزير شېخ عبدالباقي حقاني يادونه وکړه او ويې ويل، چې په استخباراتي برخه کې د ده د دندې پر مهال یې د دوی په غوښتنه د استخباراتو په اړه کتاب لیکلی و.

شېخ نديم د طالبانو له بیا واکمنيدو وروسته د ننګرهار د والي او امنيه قوماندان او په وروستيو کې د کابل د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو ګوښه شوي وزير شېخ حقاني، چې د دندې د پیل پر وخت ېې د لوړو زده کړو په اړه لانجمنې خبرې کړې وې،په وروستيو کې له نړیوالو معیارونو سره د افغان پوهنتونونو د برابرولو ټينګار کاوه.

هغه په وروستيو ورځو کې د ننګرهار پوهنتون څخه افتخاري دکتورا او د ننګرهار له یوه دیني عالم څخه د احاديثو د اجازې اخيستو خبر ورکړی و.

2 COMMENTS

  1. داسې هم نه ده لکه دا ته يې چې وايی. رښتيا چې جنګ ((واعزة اهلها اذلة)) که په پيل کې موږ جهاديانو او بيا راوروسته تاسې طالبانو د نورو د ګټو لپاره جنګېدلی نه وای، نو هېواد به مو نن دومره بې ارزښته نه وو لکه دا نن چې ستاسې د طالبانو په دوره کې دی. په سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي شو او د رسميت پېژندنې لپاره اوس خلکو ته زارۍ کوو چې موږ په رسميت وپېژنئ.
    افغانستان ډېر ښه علمي کدرونه او علمي سټې او ښه متخصصين لرل، خو له بده مرغه چې ټولو په خوشباورۍ کې وبايلله.
    ستاسې له برکته افغانستان نن په نړيواله کچه منزوي شو. هېڅوک مو خبرې ته غوږ نه نيسي. باجوه دوه اوونۍ وړاندې امريکا ته ولاړ او دا دې چې نن له خړ ليست هم ووته. امريکا ته بيا ورنژدې شو، خو تاسې څه وکړل؟
    نه مو روسان اخلي او نه مو چينيان اخلي او امريکا وناټو درباندې دغسې لوبه شروع کړې ده. دواړه ګاونډيان زموږ په اړه سره سلا مشورې کوي، خو موږ لا د فيل په غوږ کې بېده يو. موږ دېته هم نه حاضريږو چې د نجونو ښوونځي خلاص کړو.
    تاسې د اکوړي په مدرسه کې څه زده کړي دي؟
    که داسې څه مو زده کړې وای، نو نن به ولې کلک نښتي وای؟

  2. زه د فاسدینو پلوی نکومه خو دا احمق خوش غول خوري هغه پنځه واري خپله کونّه مینځي دا جاهل غیر له پټکو ډار اچولو بل کار نلري یو یې ولاکه د سړي زوی وي ! دا څرنګ لوده ایرآلجاهلین دی چط لکّه د صحبزادګانو ښځه چاته مځ نه ښکاره کوي ! دا جاهل کله ډ طبیعت په راز او جوؤښت پوهیږي د ملا يې له پو ّهنتون سره څه‌؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب