Homeخبرونهستانکزی:وژنې، اختطاف او شکنجه مو صفر ته را ښکته کړي

ستانکزی:وژنې، اختطاف او شکنجه مو صفر ته را ښکته کړي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي نن افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي ريچارډ بينټ او ورسره مل پلاوي سره لیدلي.

‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي دوی ته د سفر د اسانتياوو برابرولو او هم«حقايقو ته د ازادانه لاس رسي» مننه وکړه.

 ستانکزي ريچارد بينټ ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: زمونږ د ګاونډيانو څخه نيولې د اروپا په ګډون په ټوله نړۍ کې بشري ستونزې شته او افغانستان بيا تازه له نيمې پېړۍ جنګ نه راوتلی.

نوموړي وويل:« د ښځو د ځان او غیر قانوني وژنو، اختطاف او په زندانونو کې د شکنجو کچه اوس صفر ته رسېدلې.»

 ستانکزي همداراز له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو، بانکي محدوديتونو، معتادينو د درملنې او ورته نورو ستونزو په حل کې د مرستو غوښتنه وکړه.

‏د طالبانو د خبرپاڼې په اساس، په دې لیدنه کې بينټ هم ژمنه وکړه چې له بهرنيو مرسته کوونکو سره به خبرې وکړي تر څو په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره هر راز مرستې ترسره شي.

د طالبانو د چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې او د بشري حقونو اړوند ګڼ نړيوال سازمانونه په پرله پسې ډول د طالبانو د حاکمیت له کبله د دوی د منتقدینو او پخوانيو حکومتي منسوبينو د وژلو او شکنجو او د ښځو د حقونو د پراخ نقض راپورونه ورکوي.

طالبان په دې اړه ټول تورونه ردوي، چې له دې کبله یې وياندويان او چارواکي په دروغ ویلو تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...