Homeخبرونهپاکستان بیرته امریکا ته نیږدې او له پراخو امتیازاتو برخمن شو

پاکستان بیرته امریکا ته نیږدې او له پراخو امتیازاتو برخمن شو

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ په سیمه کې د امریکا نیږدې متحد پاکستان، چې څه موده د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د مستندو تورونو په اساس امریکا او نړیوالې ټولنې څنډې ته کړی و، بیرته یې له امریکا سره اړیکې خوږې شوي او نوو مالي امتيازاتو څخه برخمن شوی.

 تازه د مالي ګامونو نړیوالې کمیټې FATF چې په ۲۰۱۸ کې ېې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو په خړنوملړ کې شامل کړی و، بیرته له دغه لېست څخه د پاکستان نوم ايسته کړی.

ویل کیږي، چې دا پریکړه امریکا متحده ایالاتو ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه د‌ سفر په پايله کې شوې.

امریکايي چارواکو په وروستيو کې پاکستان سره د اړيکو ښه کیدو خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په خپله وروستۍ مرکه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپل هېواد ستراتيژيک ملګری ياد کړی.

څارونکي باور لري، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو په خړ لیست کې د پاکستان د شاملولو په برخه کې د افغانستان پرزول شوي نظام مهم رول درلود، ځکه په افغانستان کې ېې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د تمويل په برخه کې پاکستان افشا کړی او په نړیواله کچه فشار لاندې راوستی و.

د دوی په باور، د افغانستان له بې نظامه کيدو څخه وروسته، چې پاکستان پکې په اساسي نقش لرلو تورنیږي، پاکستان وکړای شول کابل ته د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له ليږد او هلته ېې پر امريکا له وژلو سره افغانستان د ترهګرو د پټنځای په توګه نړيوالو ته معرفي کړي.

یو شمېر افغانان د طالبانو حاکم رژیم په دې برخه کې ملامت بولي، چې د توندروۍ تر څنګ ېې پاکستان سره مرموزې اړیکې د افغانستان د نړيوالې انزوا او پاکستان ته پرې په نړيواله کچه د معاملو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو رژيم بيا په دې اړه نیوکې بې بنسټه بولي او د خپلو کړنو دفاع کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...