پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+لوبه/ اجمل پسرلی

لوبه/ اجمل پسرلی

د ونې سیوری یې نوی له پښو ورټول شوی و چې سترګې یې نیمکښو شوې. له لوبغالي د نارو راپورته شوی غږ شمال په مخه کړی و…ده سترګې بیرته پټې ونیولې. له دې خبرې سره یې یوه سترګه پرانیسته چې چا په لاډسپیکر کې وویل، سپورټ مو له نشو ساتي…

پښې یې ورغبرګې کړې. شپیلکي شول، شور شو، لکه چې لوبه پيل شوه. راپاڅیده. سر یې وڅانډه، په یوه لاس یې ملا تکیه کړه د میدان خواته ورغی. د لوبغالي د زینو لوری له شا لوړ ورته ښکاره شو، زړه یې کیده چې وزرې یې کړي وای او ور الوتی وای. د لوبغالي بل لور ته تاو شو، دې خواته زینې نه وې له دننه یې جالۍ ته ټوکر ورکړی و. یو ځای ټوکر لږ سره تللی و، ده یوه سترګه پټه ونیوله بله یې دې سوري ځای ته سیخه کړه. په میدان کې د کرکټ لوبه روانه وه. یوه توپ جګ وویشت، ده اخ کړل شاته یې وکتل:

« که دې خواته راغی »

توپ له سټیډیمه بهر نه شو. چک چکې شوې. پښې یې وچې شوې. کښیناست بیرته ورپورته شو، دا ځل لکه چې یو لوبغاړی وسوځید. شور شو، نارې شوې، غالمغال شو خو ده ته سم ښکاره نه شو ځکه چې د میدان له کرښې سره دوه تنه ودریدل، ده خمچۍ ګوته له جالۍ ورننویسته چې دا سوری لوی کړي، له لرې یو چا پرې چیغه کړه:

پوډري ځه، مه کوه

پرته له دې چې ورته  وګوري روان شو هڅه یې کوله چې ژر ژر ولاړ شي خو په کړوپه ملا کې یې زور نه و چې ګامونه ګړندي کړي.

ده فکر کاوه لکه څوک چې د سیوري غوندې ورپسې دی، نه یې پریږدي. ساه نیولی له ونې سره ودرید. شاته یې مخ واړاوه هیڅوک نه و، له ونې سره پر سپیره مځکه کښیناست.

لمنه یې پر پښو خوره کړه. داسې سورۍ سورۍ وه لکه د کلاشینکوف ججوری چې پرې تش شوی وي. یوځای د لمنې یو سوری لوی ورته ښکاره شو، ګوته یې وروړه، سوځیدلې برخه یې ودوړیده، لمن یې پورته ونیوله، ورو یې لاس پرې تیر کړ، لکه چې زړه یې غوښتل دا سوری پټ شي. د لوبغالي له منځه نارې راغلې، چیغې شوې، چکچکې شوې، لکه چې بل یو اوټ شو، که نورې نومرې جوړې شوې؟!

ده ونې ته ډډه ووهله، یبلې پښې یې لږ اړخ ته کړې او د وچې ویالې پر غاړه یې په راشنه شویو وښو کیښودې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب