جمعه, مې 17, 2024
Home+د شفتالو ونه | هارون جمال

د شفتالو ونه | هارون جمال

تاريخ ثابته کړې ده، له کوم نظام سره چې د ولس ملاتړ نه وي، تر ډېره نه شي پاتې کېدلی، د ۱۳۵۷ ل ل کاله راواخله تر نن پورې هر څوک چې په زور واک ته رسېدلی، د ولس د ملاتړ دعوه يې هرومرو کړې ده، نه پوهېږم چې حاکمه ډله د ولس ملاتړ څه ډول تعريفوي ؟
له همغه وخته تر دې مهاله ، نه خو کوم نظام د ولس په خوښه راغلی او د ولس ملاتړ له ځان سره لري، نه پوهېږم دوی د کومو اصولو له مخې د ولس د ملاتړ دعوه کوي؟
ايا د نظام په رامنځته کولو کې يې له ولس سره مشوره کړې؟
ايا کومه ټول پوښتنه (ريفرينډم ) يې کړی؟
ايا کومې بې پرې، رڼې او سرتاسري ټول ټاکنې يې کړي دي؟
نه؛ د ټولو ځواب نه دی؛ نو بيا په جرات د ولس د ملاتړ دعوه کوي ، د ولس ملاتړ خو له پورته يادو شوو لارو پرته امکان نه لري.
دویم: کله چې د کوم ولس ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتل کېږي ،ايا هغه ولس به د هغه ډلې ملاتړ وکړي؟
په ۱۳۵۷ کال کې حاکمې ډلې لومړه حمله د ولس په ارښتونو وکړه، ملي بيرغ يې راښکته کړ، د خپلې ډلې بيرغ يې د ملي بيرغ پرځای پورته کړ، د وخت د علماوو ، سپين ږېرو او مشران په نېولو اوټکولو يې لاس پورې کړ، په لږ وخت کې د ولس د صبر کاسه ډکه شوه په ملي قيام کې راپورته شول په مسکو کې ډيزاين شوی نظام يې نسکور کړ.
په ۱۳۷۱ کال کې مجاهدينو واک ونېوه ، د نظام په جوړولو کې يې بيا ولس شاته پرېښود ، د لويي عننوي جرګې پر ځای يې د اهل حل العقد په نوم شورا چې افغان ولس يې له نوم سره نا بلده وو، رامنځته کړه ، هرې ډلې خپل ، خپل پلويان ورته راوستل ، پايله دا شوه چې له يو بل سره په خپل منځي جګړو اخته شول ، دوی هم ملي بيرغ ته سپکاوی وکړ، د ملي بيرغ پر ځای يې د خپلو ډلو بيرغونه د ملي بير پرځای هسک کړل، ولس ترې خوابدی شو، پايله يې ناکامي، زلالت او بربادي شوه، په راولپنډۍ کې ډيزاين شوی نظام له منځه لاړو.
په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو مجاهدين په مخه کړل ، له سياسي او نظامي ډګره يې وشړل، ځو کله چې واک ته ورسېدل ، بيا يې هم ولس له پامه وغورځاوه، ملي بيرغ يې ونه مانه پرځای يې د خپلې ډلې بيرغ پورته کړ، څوکې يې په خپلو منځونو کې سره ووېشلې ولس يې د کوتک په زور په رام کولو مجبوراوه، د ټولې نړۍ ورانکاري يې راوستل ، په هيواد کې وزته ځای برابر کړ، نړۍ يې وګواښله ، پايله ده شوه چې امريکا او ناټو ته بهانه په لاس ورکړه، هغوی په افغانستان بريد وکړ، زمونږ خلک يې شهيدان ټپیان کړل، په جنازو ، د وادونو په مراسيمو يې بمبارۍ وکړې ، يو قتل عام يې جوړ کړو په پايله کې د طالبانو په کويټه کې ډيزاين شوی نظام له منځه ولاړاو په زور يو بل نظام رامنځته شو.
په ۱۳۸۱ ل ل کال کې يو بل نظام رامنځته شو، عننوي لويه جرګه راوغوښتل شوه، ملي بيرغ پورته شو، يو زعيم رامنځته شو، اساسي قانون جوړ او تصويب شو، څو ځله ټول ټآکنې هم وشوې ، خو ولس خوښ و، چې په تاکنو کې برخه اخلي او خپل استازي ټاکي، هر څه سم روان وو، ؛ خو د يو څه وخت په تېرېدو سره ، ولس بيا شا ته پرېښودل شو، په حکومت کې ټاکنې د اړيکو له مخې کېدې فساد اوج ته ورسېدو ، نا اهله خلک د ولس واکدارن شول ، زور ، جبر بيا حاکم شو، پايله دا شوه چې د يو نړيوال جوړجاړي په پايله کې طالبان بيا حاکم او په زور بيا واک ته ورسېدل،دوی يو ځل بيا د تېر په څېر د مدرسو چڼي راوستل د ولس ارزښتونو ته يې په سپکه ستر وکتل، پرمختګ په ټپه ودرېده، د زده کړو او روغتيا بهر له ځنډ سره مخ شول ، په انجنو د ښوونځي او پوهنتون دروازې وتؤل شوې ، ښځې له کار کولو منع شوې ، فقر او غربت حاکم شو، اوس عام ولس ته په سپکه سترګه کتل کېږي مسلکي پوستونه د مدرسو ملايانو او طالبانو ته وويشل شول ، مسلکې خلک له دندو لري شول، د کادرونو فرار ته زمينه مساعده شوه ؛ خو بيا وايي چې لوستې کسان دې له هيواده نه وځي ، د ليسانس او ماسترۍ تر کچې لوستي ځوانان يا جواليتوب کوي او يا د سرک پر سر په لاس ګاډې سبزې خرڅوي که لنډه يې ووايم له الف نه تر يا پورې ټول ملا دی.
خو هره ورځ په ډېرې سپین سترګۍ له رسنيو سره په ناسته کې د ولس د ملا تړ دعوې هم کوي ، ولس ۶۰۰۰۰ طالبانو يرعمل کړی، هر څه په زور او جبر پرې تحميلوي، که همدا نن ټولپوښتنه وشي ۹۸ سلنه خلک به د اوسني نظام په ضد رايه ورکړي، طالب چارواکي يا خو له دې نا خبره ساتل کېږي چې ولس يې په کوم حالت کې دی، په خپل شاهانه محل کې د ولس انځور ترسيموي او يا خو په لوی لاس دوروغ وايي، خو الله پاک په دروغجن لعنت ويلی دي دې ټولو په کټو د شفتالو ونه چې حاصل يې ژر خو عمر يې کم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب