جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په اتریش کې اتلس کلنو ته عامه ترانسپورت وړیا شو

په اتریش کې اتلس کلنو ته عامه ترانسپورت وړیا شو

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) د اتریش حکومت ټولو اتلس کلنو ځوانانو ته د یوه کال په مخه د عامه ترانسپورت وړیا ټکټ ورکوي.

د یورونیوز د راپور له مخې، د اتریش د حکومت د دې پرېکړې پر اساس، هر څوک چې په دغه هیواد کې اوسي او اتلس کلنۍ ته رسیدلی وي، د جولای له لومړۍ نېټې تر یوه کال پورې د خپل هیواد په مترو، بسونو او ریلګاډو کې وړیا تګ راتګ کولی شي.

د اتریش د چاپېریال وزیر لیونور ګیوي سیلر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې غواړي په دې توګه خلک له عامه ترانسپورت څخه کار اخیستلو ته وهڅوي ځکه چې عامه ترانسپورت د شخصي موټرو پرتله لږ مضر ګازونه خپروي.

ګومان کېږي چې هر کال به شاوخوا ۸۸ زره ځوانان له دې وړیا امتیازه برخمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...