شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبک انجینیران د ترانس افغان ریللار د عملي چارو د پیلولو لپاره...

ازبک انجینیران د ترانس افغان ریللار د عملي چارو د پیلولو لپاره افغانستان ته راغلل

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترانس افغان پروژې د سروې د پیلولو لپاره ازبکستاني انجینیران افغانستان ته ورسیدل.

د دغه وزارت پر اساس، د ازبکستاني انجینیرانو په پلاوي کې، چې مشري یې د دغه هیواد د ترانسپورت وزیر الهام محکموف کوي، یو شمېر متخصصان شامل دي.

دا ډله به د پروژې د سروې ترڅنګ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ریللار عملي کار ته تیاره کړي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر محکوموف د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د ازبکستان یو بل پلاوی د ریللارې د جوړولو له وسایلو سره افغانستان ته سفر وکړي.

د تېرې مې په ۳ مه د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر یاسربېک چاري یف وايي چې ترانس افغان رېللاره به د ۲۰۲۷ تر پایه جوړه شي.

ده پر پانګوالو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

ضیایف وویل چې له بهرنیو شریکانو سره یې د چین، قرغیزستان- ازبکستان او د ازبکستان، افغانستان – پاکستان د ریللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ترانزیتي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي. پانګوال او نړیوال سازمانونه رابولي چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.»

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې د جوړېدو لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و خو اوس ۷ میلیارد ډالره اټکلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب