شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد خاطرو له پاڼو | لنډه کیسه

د خاطرو له پاڼو | لنډه کیسه

لیکوال ګل حبیب لېوال

هینداره کې یې وکتل، تور وېښتان یې کله یو او کله بل خوا واړول، شاو خوا یې وکتل، موسک شو ځان سره یې څه وویل، بیا یې وخندل، پر شنډو یې نرۍ مُسکا د برېښنا په څېر تېره شوه او وې ویل، نه د هغې دا سټایل خوښېده، تل به یې راته ویل، چې دا پر تندي دې پیکی  ډیر خوند راکوي. څه وریاد شول، وېښته یې بېرته ګډوډ کړل، سترګې یې وموښلې، سوی اه یې وکړ او بورس یې پرځمکه وغورځاوه، ساعت ته یې وکتل، د مازدیګر څلور بجې وې، بورس یې راپورته کړ، هیندارې ته مخامخ شو او د وېښتانو په سمولو باندې یې پیل وکړ. نازیه وره کې په خندا راښکاره شوه، پیرمحمد ته یې وویل: واخله د نوریې ملګریه نوریې درته زنګ کړی پوښتنه دې کوي.

ما لږ مخکې له ګودره اوبه راوړلې ومې لیده راغلې وه او سلام یې درته ویل، د پیرمحمد رنګ بدل شو، سر باندې یې لاس کش کړ، سترګې یې وموښلې او په ناګومانه طرز یې نازیې ته وویل:  زه څه خبر یم، نوریه څوک ده او ما څه پیژني؟ ــ ههههه ته نه یې خبر ټیلیفون ته ځواب ورکړه څوک درسره غږیږي! پیرمحمد تلیفون جیب کې کیښود، بوټ او څادر یې پښو او د مسجد په لوري روان شو. په لاره کې ټیلیفون له جیب نه بهر او د نوریې شمېره یې اوکې کړله، ښځینه غږ یې، شونډو باندې مُسکا خوره کړه او ټنډه یې وغوړېده، نوریې وویل: ای لېونیه څو چې زه واده شوې یم، ستا هیڅ شعر او لیکنه پر فسبوک پاڼه نه ښکاریږي، ولې داسې کم همته شوې؟

پیرمحمد سوړ اسویلی وکړ، وې ویل: زما لپاره نور په نړۍ کې څه نه دي پاتې، همغه ته وې چې د شعر، نثر او ستا په یادونو به مې ادبي ټوټې لیکلې. اوس نیمګړی یم، نیمګړی شی هېڅ مفهوم نه لري، ستا له واده وروسته، مې رڼا، هیله، لارښود خوښي او لیکوالي هر څه له لاسه ورکړل اوس یو ځان لرم هغه هم نیمګړی دی. نوریې په هیله بښونکي غږ وویل: زما ګرانه او زړه ته نیږدې لیوال صیب! هغه وخت زما د حسن پتنګ وې، ښایي زما مینې ته له هر څه پردی کړی وی؛ خو اوس ستا د یوې استاذې په حیث ستا تر مخ او شا روانه یم، هر څه کې ستا مرستې ته تیاره یم. پیرمحمد ــ ستاسو له هیلې او روحیې مننه تاسو چې راسره اوسئ دا درسره ژمنه کوم، چې هره ورځ به دوه درې ساعته مطالعه او لیکنه کوم او د کال په پای کې رانه لس لنډو کیسو ټولګې وغواړه، نوریې ورته هره کیسه باندې لویې لویې ډالۍ ومنلې او د هر کتاب د چاپ لګښت یې ورته ومانه، پیرمحمد به هره ورځ په عادي خبر باندې یوه کیسه لیکله، د هر چا خبرو ته به ډیر دقیق و او د هغه په خبرو کې به یې نوې خبرې پیدا کولې، د همدې کال په پای کې پیرمحمد یوسل و شل لنډې کیسې لیکلې وې.

رښتیا هم لیکوالي مینې ته اړتیا لري. لیکوال باید لیوال و اوسي، مهمه نه ده، چې دا مینه په انسان وي او که په مختلفو مخلوقاتو باندې، مینه کیدلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب