شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپر ډیورند کرښه نښتې د خوست ځاځي میدان ولسوالي ته غځېدلې

پر ډیورند کرښه نښتې د خوست ځاځي میدان ولسوالي ته غځېدلې

تاند(جمعه، د ثور ۲۸ مه)  د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ او د پکتیا په ډنډوپټان کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

په ځاځي میدان ولسوالي کې ځايي اوسیدونکي وايي چې ډزې د شپې له دوه بجو څخه پیل شوې او د سهار تر لمر خاته يې دوام وکړ او اوس دواړو خواوو پر یو بل ډزې درولي دي.

ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې برید د پاکستان له لوري پیل شو او لومړی یې د افغانستان لور ته توغندي وویشتل. 

د دوی په وینا د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د درنو وسلو ځینې مرمۍ د ځاځي میدان د خلکو په کورونو او سیمو هم لګیدلي، خو چاته یې یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د ځاځي میدان خلک وايي، د پاکستان د پوله ساتو او دافغان ځواکونو ترمنځ پخوا په دې کچه نښته نه وه شوې چې درنې وسلې پکې وکاروي.

د خلکو په وینا، نن سهار د طالبانو د ځواکونو یو لوی قطار ځاځي میدان ته رسیدلی او حالت ترینګلی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیراحمد عثماني ویلي چې د دې جګړې په اړه معلومات راټولوي او وروسته به یی د رسنیو سره شریک کړي.

 په کابل او اسلام اباد کې چارواکو په دې اړه پرسماً تر دې دمه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې د پکتیا ولایت په ډنډوپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو په پولو کې هم له پاکستاني پوځیانو سره نښتې شوې وې.

د ډنډوپټان اوسیدونکي وايي چې له ۴ ورځو راهیسي پر ډ‌یورند کرښه جګړه روانه ده او یو شمېر ملکیان او امنیتي ځواکونه یې له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان نن د تورخم دروازه بنده کړې او ظاهراً وايي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې د پاسپورت او ویزې د کتلو ځانګه له اوسني ځایه نوي ته انتقالوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب