Homeخبرونهد بامیان په تروریستي برید کې ۳ بهرنیان وژل شوي

د بامیان په تروریستي برید کې ۳ بهرنیان وژل شوي

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) د بامیان ولایت په مرکز بامیان ښار کې نن (جمعه) په یوه ترهګر برید کې لږترلږه ۲ بهرني سیلانیان وژل شوي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو حکومت تایید کړه چې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۳ بهرنیان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې په دې برید کې د درو بهرنیانو ترڅنګ یو افغان وژل شوی او همداراز درې افغانان او ۴ بهرنیان ټپیان شوي دي.

دا له کله چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي، او افغانستان د طالبانو تر کنترول لاندې راغلی پر بهرنیانو لومړنی برید دی.

راپورونه وايي چې په بامیان کې د وسله والو کسانو په ډزو د ۳ بهرنیو سیلانیانو په شمول ۸ تنه وژل شوي دي.

طالبانو لا هم په دې برید کې، چې نن مازدیګر وشو، د وژل شویو بهرنیانو د ملیت او هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې څو تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د حملې په تړاو د ۴ تنو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

تر دې مخکې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې په بامیان کې د نن مازدیګر په ډزو ۵ ملکي افغانان او درې بهرنیان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...