شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد هرات ترافیکي پېښه کې د ۱۸ تنو مرګ ژوبله

د هرات ترافیکي پېښه کې د ۱۸ تنو مرګ ژوبله

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه) د هرات ځايي طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کاسټر موټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بېړنۍ خونې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي وويل، چې په دې پيښه کې مړي او ټپيان د سيمې روغتون ته ليږدول شوي دي.

چارواکو د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دی ویلي خو ډېری وخت دې ته د ورته پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي.

څه موده مخکې د طالبانو ریاست الوزرا د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې د جوړولو خبر ورکړی و، خو له دې سره بیا هم معلومه نه ده چې د دغې طرحې پایلې څه وې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب