شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهبامیان کې پر سېلانیانو برید ته غبرګونونه

بامیان کې پر سېلانیانو برید ته غبرګونونه

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه)  د بامیان په «سربازار» سیمه کې پرونی برید چې لږ ترلږه د ۳ بهرنیو سېلانیانو او یو شمېر افغانانو وژل کېدل پکې تایید شوي، د یو شمېر خواوو لخوا غندل شوی او ګڼ غبرګونونه ورته ښودل شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون ناوخته پر ایکسپاڼه لیکلي، چې په پېښه کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي، ۳ افغانان او ۴ بهرنیان ټپيان شوي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پېښه کې د وژل شویو افغان وګړو شمېر ۵ دی، هغه شمېرې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړي نه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی، خو د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر، چې له قطر څخه خپلې چارې سمبالوي؛ دغه برید بزدلانه ګڼلی او غندلی.

 د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا ویلي، په بامیان کې وروستۍ پېښه څرګندوي، چې د طالبانو هغه ادعا چې ویلي یې وو، د خلکو فزیکي امن په بشپړ ډول خوندي دی، سمه نه ده.

 بامیان د افغانستان له ډېرو سېلاني لرونکو ولایتونو څخه و، چې د جمهوري نظام پر مهال نا امني خورا کمه وه.

د پروني برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو وخت پر وخت د ځینو بریدونو مسولیت داعش ‌‌ډله پر غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب