۷ څپرکی
استادشهسوار سنګروال
موږ باید د کلاسیک هنر په موخې ځان پوه کړو او هغه دا چې ډېری کسان کلاسیک د زوړ په مانا کاروي، ولې، کلاسیک د زوړ په مانا نه دي، بلکې کلاسیک د معیاری، موهم او تلپاتې غوره اثارو په مانا کارول کېږي که هغه لرغوني اثار هم وي، خو باید تلپاتې ارزښت او معیار یې تت نشي.
دلته کلاسیک د کلاسیزم د ادبي او هنري مکتب په مانا هم ندی، د کلاسیک هنر مفهوم، د بېلابېلو هنري او ادبي مکتبونو، که هغه په لویدیځ کې د ادبي او هنري ارزښتونو معیارونه دي او که په ختیځ کې …
کلاسیک هنر له لرغوني زمانې نه راواخله تر راوروسته پورې، د هنري دب دبې ارزښت خوندي کړیدی او د ولسي او پلکوریک هنر برخلاف یې د هنرمند، شاعر او د بېلابېلو هنري او ادبي شخصیتونو اثار د دوې په نامه ثبت کړیدي.
د کلاسیزم ادبي او هنري مکتب، چې په اروپا کې یې له پنځلسمې (۱۵) تر اتلسمې (۱۸) پېړۍ پورې په پخواني روم او لرغوني یونان کې د هنر او ادب په بڼه ځان وښود، د یو لړ ارزښتونو او معیارونو درلودونکی وه، لکه طبعي ښکلااو لرغوني ارزښتونه ، د پوهې پرمختیا او پراختیا، ښوونیزه او روزنیزه وړتیا، رښتینوالي ته ژمنتیا او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
په دغه پېر کې، هنرمندانو نه یوازې د تېرو هنرونو دب دبه پخپلو اثارو کې وپنځوله، بلکې د هنر په کلاسیک پېر کې هنري اوښلاییزوارزښتونو ته نوې بڼه ورکړه او د دغه پېر هنرونه یې وځلول.
کلاسیزم د کلمې د مانا په توګه د لاټینې له کلاسیکوس classicus څخه اخستل شوی ده، چې په لغت کې د لوړې پوړۍ، لوړې درجې او لوړې طبقی مانا لري اودښکلاپوهنې له مخې هغو هنري اثارو او ادبي توکو ته کارول کېږي، چې په ټولو ادبي، هنري او تاریخي دورو کې د ستاینې وړتیا لري.
دغه هنري او ادبي پېر په لرغوني یونان کې وزېږید، وده یې وکړه او دومره وغوړېد، چې ښاخونو یې تر فرانسې، بریتانې او ټولې نړۍ پورې غځوونې وکړې.
په کلاسیک هنر کې یووالی، منطق، پوهه او پرلپسې والي تر ډېره بریده د پام وړ دی. د ادبي او هنري مکتبونو په تړاو رومانیزم د کلاسیزم په وړاندې ادبي ډګر ته راووت، ولې دغه دواړه ادبي او هنري ښوونځي یو د بل بشړوونکي شول، خو کلاسیک هنر تت نشو لا عمده وبلل شو او د هنري اخلاقو جوګه شو.
د کلاسیک کلمه که هغه په فلسفه کې کارول کېده او یا هم په نورو هنري او ادبي علومو کې، خو کومو لیکوالو چې په بېلابېلو علومو کې، کره ویناوې، کره لیکنې او هغه لیکنې چې د هرعلم په معیاري ارزښتونو او بنسټونو ولاړې وې او د راتلونکي نسل لپاره یې د یوه لاسوند او لارښود بڼه خپله کړه د کلاسیکې ښکلاپوهنې اصطلاح ته یې لاړه پرانسته.
د ساري په توګه د یونان فلسفه یادولی شو، چې تالس نه تر سقرات او له سقرات نه تر اپلاتون او ارستو پورې، چې لومړی پېر یې له اومې (۷ م ز) مخزېږدي پېړۍ نه پېلېږی او دویم پېر یې تر څلورمې مخزېږدي پېړۍ پورې دوام کوي.
د فلسفي ارزښتونو دریم پېر تر درېمې زېږدي پېړۍ پورې، چې ادبي، هنري او اخلاقی ارزښتونو ته بېله شوې ده دوام مومي.
له درېمې زېږدي پېړۍ راواخله تر شپږمې زېږدي پېړۍ پورې، کوم اندونه، څرګندونې او کره لیکنې چې کښل شویدی، راتلونکو څېړنیزوهڅو ته یې «کلاسیک» ارزښت پیدا کړیدی. ځکه خو اوس موږ یو شمېر فلسفې اصطلاحات کاروو چې زرګونه او سلګونه کاله پرې اوښتي، ولې اوس هم معاصره نړۍ او معاصر پوهان او فیلسوفان، ترې د یوه لاسوند او ماخذ په توګه ګټه اخلي، چی موږ د یونان او یا اتن پنوم فلسفي اصطلاح، د ختیځې فلسفې اصطلاح او د اشخاصو په نوم، لکه سوکرات، اپلاتون، ارستو، کانت، فیور باخ، هېګل او نور دا ډول فلسفی اصطلاحات یادولی شو.
لکه څرنګه چې یادو کسانو د نړۍ په تاریخ کې د فلسفي اندونو له مخې یو ټاکلی مقام خپل کړیدی، دارنګه ګنشمېر هنرمندان او ادب پوهان هم پېژنو، چې د کلاسیک هنر په غېږ کې خپل ځان ته یو تاکلی ځایګوټی او ابدي نوم ګټلی دی.
پوشکین ته دښکلاپوهنې په رڼا کې د روسې دغوړېدلي پسرلي بلبل وېل کېږي. د روسانو لپاره یې د ترخه ژمي سړې شېبې وګاللې، خو د دې جوګه شو چې پخپلو هنري او ادبي هڅو خپلو خلکو ته یو رنګین پسرلي په میراث پریږدي .
دانته، پترارک، ولسینګ، شېلر، ګوته، ګوګول، کورو لنکو، شکسپیر او په لسګونو دا ډول هنر پوهان او ادب پېژندونکي یادولی شو، چې په خپلو لیکنو او څرګندونو یې نړۍ ته یو شتمن فرهنګ پرېښودلی دی.
که پوشکین د هنر او ادب رنګین پسرلی روسانو ته ډالۍ کړ، دارنګه د پوشکین په څېر د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې یوه تلپاتې ادبي او هنري څېره خوشحال خټک یادولی شو، چې دښکلا پوهنې پربنسټ یې ، پخپلو هنري او ادبي پنځوونو د پښتو ادب ګلبڼ ښېرار کړ او موږ ته یې د کلاسیک هنر او ادب پریمانه شتمنۍ په میراث پرېښودې ده، چې ان د معاصرشعري هنر او ادب په اسمان کې لا د ځلېدو وړتیا لري.
معاصر(اوسنی ) هنر
موږته په پرتلیزې بڼې ښکلاپوهنې په ګوته کړې ،چې زوړ نه وي، نوی نشته ، څوک چې پرون نه لري هغه سبا نه لري، نو ځکه خو د کلاسیک هنر په ګلبڼ کې، نوې غوټۍ وټوکېدې او د نیمې شپې په چوپتیا کې، لکه پېغله سپوږمۍ، چې د اسمان تنابونه رالنډوي، داسې نوي او معاصر هنر هم ساه واخسته او ورورویې خپلې وزرې خپرې کړي.
معاصر هنرد ۱۹ مې پېړۍ په پاې او د شلمې (۲۰) پېړۍ په سر کې خپله غېږه پرانسته اومعاصر هنر د څرنګوالي او څومره والي له مخی، د بڼې او مینځپانګې پربنسټ ، د ګڼو او نوو هنرونو د پرمختیا او پراختیا پراساس او د یولړپا یښتونواونووښتونو له مخې د دې جوګه شو ،چې ځانته د هنر په ډګر کې یوه نوي لاره پرانیزي.
د معاصرو ادبیاتو په بدیعي نثر او بدیعي ادبیاتو کې، غوښنه برخه د هنري نوښت دی، په هره کچه، چې د هنر تومنه ډېره وي، په هماغه اندازه کښل شوی اثر خوږ او زړه راښکونکی وي .
په معاصر هنر کې د هنر بېلابېلو ډولونو پراختیا ومونده، د انځورګرۍ هنر لا وغوړېد، د موسیقۍ په هنر کې نه یوازې ولسي او کلاسیکې موسیقی ته پاملرنه وشوه، بلکې د موسیقۍ نوې بڼې او مینځپانګې ته هم لاره اواره شوه ، چې د موسیقۍ په نوو آ لو سره ، دیوې ګډې ښکلاپه موخه ختیځه او لویدیځه موسیقي هم یو بل ته غاړه وته .
ملي اتڼ که د ولسی هنر په دودیزو آلو سره لکه ډول، سورنی او شپېلۍ بدرګه کېده، خو په معاصر هنر کې د موسیقۍ له نویو آلو یانې د جاز له موسیقۍ سره یې خپلو موذونو او منظومو حرکاتو ته دوام ورکړ.
په معاصر هنر کې نوې نڅا رامینځته شوه، د موسیقۍ د ختیځو او لویدیځو آلو په غږونولا رنګینه شوه، د نجارۍ، مجسمه جوړونې او معمارۍ هنر د پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ پرمختیا ومونده.
له ټولو موهمه دا چې دښکلا پوهنې په انګړ کې، د ښکلو هنرونو ښکلاییز ارزښت او پایښت ته ځانګړۍ پاملرنه وشوه، هر هنرمند او د هرې څانګی کارپوه هڅه کوله چې خپل هنري اثر ته ځانګړي هنري دب دبه او ښکلا وبخښي.
د شاعرۍ هنرهم وپالل شو، چې نه یوازې د شعر بڼې هنري ارزښت وموند، بلکې د شعر مینځپانګې هم هنري جامې په تن کړې .
د شعر هنر له ولسي او پلکوریک شعر او همدا ډول د شعر له کلاسیکې بڼې او فورم پښه راواړوله او معاصر شعر د معاصر هنر په لمنه کې وټوکېد .
هنر او هنرمند له اماتورۍ راووت په مسلکي او اکاډومیکه لاره روان شو، لوړې اواکادیمیکې زده کړې وکړې او د هنر په رڼا کې خپله پوهه زیاته کړه ،چې دا دښکلو هنرونولپاره یوپرمختګ و.
موږ د ښکلو هنرونو خبره وکړه او دا ځکه چې هنرمند په ښکلاپوهنې باور لري او د هنرونو په بېلابېلو بڼو کې لکه د تمثیل هنر چی ډېر زړه راښکونکی دی اوهر لوبغاړی پخپلو منظمو اوممیکوحرکاتو سره سیلانیان او لیدونکي ځانته راکاږي.
د ښکلا پوهنې د سپارښتنې له مخې ښه هنرمند او د تمثیل ښه لوبغاړی هغه دی، چې پخپلو حرکاتو سره د هنر ښکلا ته زیان ونه رسوي.
د تمثیل هنر لکه د انځور ګري هنر د اصل شي تصویر دی، خو په هره کچه چې اصل ته نږدې وي، په هماغه اندازه د تمثیل لوبغاړی او انځورګر پخپلو هڅوونو او پنځوونو کې بریالی دی.
د معاصر هنر یوه ستره ښېګڼه په دې کې هم ده، چې په انځورګرۍ، معمارۍ، لوبغاړۍ، موسیقۍ، په سینما او سینما توګرافۍ او د اوو هنرونو په بېلابېلو برخو کې ډېره ظریفه او زړه راښکونکې ښکلا پنځولې وي.
ولې معاصر هنر په دې مانا نه دی، چې ولسي او پلکوریک او همدا ډول کلاسیک هنر ته شا کړي او یا د معاصر هنر د ودې او پرمختګ له امله د هغو هنري رڼا تته او پیکه شي … غوره دا ده، چې هغوهنر ونوته داسې هنري ښکلااونوښت وروبخښل شي، چې د هغوئ اصالت او رسالت ته زیان ونه رسیږي او د ښکلا رنګ او خوند یې له زمانې سره حرکت وکړي ، یانې په دې مانا چی هنري یون او خوځښت ته چمتو وي .
آیا هنر په ښکلا کې دی
که ښکلا په هنر کې؟؟
دښکلا پوهنې سرچنوښودلې ده ، چې ولسي او پلکوریک هنر خپله طبعي اوسنتي ښکلا او ځانګړتیا لري او همدا ډول د کلاسیک هنر، استیتکي ارزښت هم د خپل هنري منطق له مخې یو ټاکلی مقام خپل کړیدی.
د درې واړو هنري پېرونو په مینځپانګې او محتوا کې، فکري ارزښت، هنري او بدیعي ځانګړتیا او د ښکلا ګانو وړتیا د پام وړ ګڼلی شو، دا ځکه چې په هر هنري اثر کې څو توکي ځانګړی ارزښت لري، چې موږ فکري ځانګړتیا، نوښت اوښکلا، بدیعی وړتیا او د هنري اثر فني ارزښت د ساري په توګه یادولی شو.
له دې سربېره یوښکلا لرونکی هنري او ادبي اثر نورې سنتي ځانګړتیاوې هم لري، لکه د یوه اثر د کښلو له پاره د سوژي ټاکل او د سوژي ادبي او د هنري دب دبه ، د سوژې ډلبندی او د سوژې نوی والی ، پیل او پاې، د اثر هنري نوښت او پایښت، د کلماتو خوند او رنګ او د اثر انځوریزه ، پنځویزه ښکلا، د اثر مضمون او شکل (جوله)، په یوه هنري اثر کې تخیل او احساس د یادولو وړ ګڼلی شو.
ولې یوه خبره باید له یاده ونه باسو او هغه د هنري اثر ډول دی، آیا یو ډراماتیک اثر دی (رادیوي ډرامه، تلویزیونې، سنما او نور لیدنیز هنرونه) او که د موسیقۍ هنر سره تړاو لري؟ خو که د هنري اثر هر ډول وي خو هنرمند هرومرو د ښکلاپوهنې او پېژندنې په ارزښت باید وپوهېږي، چې یو څوک ورته ووایي یو ښه هنري اثر، چې ښکلی مضمون او ښکلی شکل لري پنځولی دی.
ښه نو د هنر او ښکلا تړاو په څه کې دی؟ آیا یو له بله خپلی لارې بېلولی شي او که د ښکلو هنرونو ښکلا، پخپله ښکلا پېژندنه ده؟
که له یوه هنري اثره ښکلا لرې کړو، آیا هغه ته د بدرنګه هنري اثر نوم ورکولی شو؟ یا هنر له ښکلا پرته شتون نشي درلودلی …؟ که یوازې ښکلا خوښونه د هنري اثارو د پیدا کېدو لامل کېدی شوی، نو بیا ولی د څېرو، انځورونو او بوتانو جوړولو لپاره سمڅو او غارونو ته مخه کېده؟
دغه پوښتنې او د دې په څېر ښایي ډېرې پوښتنې وي، چې یوې غوښنې څېړنې ته اړتیا لري ، خوبیا هم موږباید
په بنسټيزه توګه د استیتکي پوهې له مخې د هنري پوهې د ودې او پرمختګ هڅه وکړو.
لکه څرنګه چې د معاصر انسان په ژوند کې نوي هنري ارزښتونه د پام وړ دي، دارنګه د استیتکس او ښکلا پوهنې په رڼا کې هم، هنري نوښت د ښکلا ځانګړې برخه ګڼلی شو.
که څه هم په هره ټولنه کې د ښکلا پېژندنې ارزښتونه توپیر لري، ولې بیا هم ښکلا د یوه نسبي توکي په توګه هنري ارزښتونو ته خپله ځلا بښلی شي.
په یو شمېر ټولنو کې شنې سترګې، طلایي او خرمایي وېښته او همدا ډول جامې او یو شمېر ټولنیز دودونه، د ښکلا ځانګړي توکي ګڼل کېږي.
ولې په یو شمېر نورو ټولنو او تر ډېره بریده په ختیځو هېوادونو کې برخلاف تورې سترګې، تور ویښتان او همدا راز د جامو ټاکنه او خوښونه د ښکلا نور توکې دي …
انسان دی چې دښکلا پوهنې له مخې ، د ښکلا پېژندنې ارزښت ټاکې او همدا انسان دی، چې دخپل هنر خالق دی او پخپل هنري تخلیق او نوښت کې د واک او ځواک څښتن هم دی.
له انسان نه پرته بېلابېل ژوي، نه ښکلا پېژني او نه هم هنري ارزښتونه، نوپه دې بنسټ ویل شو، انسان دی چې دښکلا پوهنې له مخې، دښکلا پېژندنې برید ټاکي .
ولې کله کله د مرستې په موخه او یا هم د غریزې پر بنسټ یوه پټه، خو مانا لرونکې، د انسان په څېر نه، خو نا څرګنده، په تقلیدي او میمیک mimicحالت، څاروي او یا الوتکی هم، خپله ځان ښودنه ښېي.
د مثال په ډول، کله چې یو څاروی له یوه دښمن ځناور سره مخ کېږي پخپلو ځانګړو رمباړو په یوه هنري ډوله «فریاد له خپلو همډولو نه کومک غواړي.
یا چې یوه ښځینه جوړه که هغه څاروي وي او یا هم یوه ښکلي اواز لرونکې الوتونکې خو د مرستي او یا د یو ځاې کېدو په موخه یې ځانته رابولي.
آیا په دې دواړو پېښو کې یو ډول هنري انداز او ښکلاییز ارزښت نه تر سترګو کېږي؟ موږ په ژوو او ساکښو کې یو ډول مینه ګورو، خو دغه مینه په هنري او ښکلا پېژندونکو توکو ولاړه نه ده.
انسان د هنر لپاره او د ښکلا پېژندنې د ارزښتونو پر بنسټ، دواړو ټکو ته معیارونه ټاکي، ولې نور ژوي، د «ښکلا مینه» نه لري او نه یې د هغوئ ظاهري بڼه، جوړښت، سترګې او د بدن توکې ځانته راکاږی، بلکې د یوه غریزوي رنګ او خوند له مخې خپل اصل ځانته رابولي.
کله کله یوشمېر څاروي په دغه لړکې « اوزه » چې کله له دښمن سره مخامخ کېږي دخطر دګواښ په موخه خپله پښه په ځمکه وهي اویا کله چې یوسپی دغریزې له مخې په ځان پوه شي ، چې بیا« میتازې»کوي ، نو بیا یوه پښه جګوي .
خوانسان که نارینه وي یا ښځینه د هنر او ښکلا بېلابېل توکي لري، خویوشمېر منلي ټولنیز دودونه او ارزښتونه هم نشو هېرولی . د ساري په ډول، د سرو زرو ښکلې ګاڼی، چې یوه زرګر په ښکلي هنري انداز جوړي کړي دي. خو که د نرګانې ښځو ته او یا ښځو ګاڼۍ او د ښایست توکي، چې لوړ هنري ارزښت ولری نر ته ورغاړه کړو، ټولنه یې د خپلو منلو دودونو له مخې نه خوښوي او په ملنډو یې بدرکه کوي …
یا همدغه ښکلې ګاڼې، چې د یوې هنرې دب دبې له مخې د انسان د بېلابېلو غړو د ښکلا په موخه جوړې شوې وي خو که هر غړي ته د جوړې شوې ګاڼی ځاې ور په ګوته نشي ښکلا به یې نیمګړې وي،نودښکلا پوهنې له مخې په کار د ی ، چې دښکلاپېژندنې ځایونه په نښه شي اوبیا همغه توکي په ټاکلي ځاې کې وټومبل شي .
مثال، که موږ د یوې ناوې د سینګار له پاره د سرو زرو تاج، چې باید په سرشي او د هغې غاړې ته یې واچو او یا د سرو او سپینو زرو بنګړي د ناوې پښو ته ورغاړه کړ …د دې پر ځاې چې ناوې ښکلی کړو، په لوي لاس به بدرنګه شي.
یانې غوره به وي، چې د ښکلا او هنر هر توکی خپل خپل ځای خپل کړي، چې موږ د نتکۍ، چارګل، لاسبند، پایزیب، وښکي، بنګړي او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
ښکلا او هنر د سینګارونو په تاریخ کې له لرغونې زمانې نه تر اوسني پېراودور پورې بېلابېل پړاوونه وهلي دی. کانت د هنر او ښکلا پېژندنې په تړاو ډېرې څرګندونې کړیدي او بیا هم په دې ټینګار کوي، یوازې انسان دی، چې د انساني فطرت له مخې، له هنر، ښکلا او ښایست نه خوند اخلي.
د هنر ټاکونکې موخه ښکلا جوړونه ده او هر هنرمند د خپلو عواطفو او احساساتو له مخې پخپل هنري اثر کې د ښکلا پوهنې په معیار، ښکلا پېژندنی ته لاره پرانیزي،چې دیوه هنري اثردپنځونې وړتیاټاکي .
د هنري اثر ښکلا هغه ده، چې پکې شته او دا چې هنرمند د کوم احساس، فکر، تخیل او عاطفي له مخې خپل اثر پنځولی دی او هغه اثر ته یې د ښکلا دب دبه ورکړې ده د پام وړ ګڼلی شو، چې دښکلاپوهنې په اساس پکې دښکلا توکې وپېژنو