شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهسېلابونو د بدخشان د ۱۰ ولسوالیو لارې تړلي

سېلابونو د بدخشان د ۱۰ ولسوالیو لارې تړلي

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه) د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو د رژیم رییس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي، چې نن سهار د ارغنجخواه ولسوالۍ په آب افچک سیمه کې د فیض آباد – بهارک لویه لاره د سېلابونو راوتو په پایله کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې.

امیری زیاتوي، چې د دې لار بندۍ له امله د بهاک، جرم، یمګان، کران او منجان، شهدا، وردوج، زیباک، اشکاشم،واخان، شغنان او مایمي ولسوالیو لارې له مرکز فیض آباد سره تړل شوې دي. 

سرچینې د سېلابونو د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ګڼ ولایتونه په وروستیو کې د سختو سېلابونو او ورښتونو شاهد دي.

مخکې له بېلابېلو سیمو د وچکالۍ راپورونه وو، خو اوس د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د درنو ځاني او مالي تلفاتو خبرونه خپریږي.

زیانمن شوي د مرستو له کموالي او نشتوالي شکایت کوي، خو طالب چارواکي د ممکنه مرستو خبره کوي او له نړیوالو مرستندویانو هم د همکارۍ غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب