شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو له خپلو استخباراتو غوښتي چې د افغانستان انټرنشنل رسنۍ د کتونکو...

طالبانو له خپلو استخباراتو غوښتي چې د افغانستان انټرنشنل رسنۍ د کتونکو مخه ونیسي

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت په دوو جلا مکتوبونو کې د دوی د رژیم د استخباراتو لوی ریاست او امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه همکاري غوښتې، تر څو خلک د افغاستان انټرنشل تلوېزیون له کتلو څخه منع کړي.

مکتوب کې ویل شوي، چې یاده رسنۍ په لوی لاس ځينې مسلكي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي، ټولنيزه هوساينه، اخلاقي او رواني امنيت زيانمنوي.

یاد وزارت پر ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غږ کړی، چې د دې تلوېزیون خپرونو کې له ګډون ډډه وکړي.

ځینې څارونکي پر یاد شوي تلویزون او کړنو یې له نیوکو سره وایي، چې د رسنیو او بیان ازادۍ پر وړاندې د طالبانو چلند هم نا معقول او د اوسنۍ نړۍ د اړتیاوو خلاف دی.

د دوی په باور، طالبان په دې ډول کړنو ثابتوي چې دوی هیڅ نه دي بدل شوي او په استبداد او زور غواړي د خلکو غږ زندۍ کړي، چې دا یې په باور تر ګټې زیات تاوان ورته لري.

طالبانو تر دې مخکې هم پر ځینو رسنیو بندیزونه لګولي او د خپرونو مخه یې نیولې، خو دا رسنۍ د ټیکنالوژۍ له عصري امکاناتو په استفادې بیا هم توانیدلي چې افغانستان کې خپل مخاطبان ولري او فعالیتونو ته دوام ورکړي.

3 COMMENTS

  1. واقعیت دا دی ، چې شیطان انترنشنل هم ډېره مضره رسنۍ ده . هغوی تل د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ د نفاق تخم شیندي ، خصوصا دا رسنۍ په ټول توان سره د پښتنو پرضد تبلیغ کوی ، له اورېدو یې نه اورېدل ښه دي .
    زه فکر نه کوم چې هېڅ غربي هېواد به د خپلو ولسونو لپاره د هغوی په ژبه داسې رسنۍ ته اجازه ورکړي .

  2. دغه ددجال تلویزون کې ټول خراسانیان سیتمیان کاغلي پرچمیان خاینان ډیر زهر نفاق اچونکي تبلیغ او خپرونې کوي.

  3. اصلآ ټرلیبان په خپل جهل دغو خلکو ته کمپاین کوئ. د ټرلیبانو له اعلان وروسته به اوس ډیر خلک وغواړي چې، د دغه تلویزیون خپروني تعقیب کړي. د جاهل ټرلیب په پرتوګ کې سړۍ د دوې کومې سوړې ته وژاړئ؟
    ارمان چې د اسلام او پښتنو رنګه یې نه بدولئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب