یکشنبه, جون 16, 2024
Home+د لوږې څونامي، طبعي پېښې او قحطي

د لوږې څونامي، طبعي پېښې او قحطي

آصف بهاند

پر افغانستان باندې د لوږې څونامي تر ډېره بریده د خدای بنده‌گانو راوستې ده او اوس د طبعي پېښو څونامي کې هم ډوب دی.

یو خوا د لوږې څونامي څپې مرگونې شي، له بلې خوا طبیعت وقهریـږي او د تودوخې په موسم کې واورې راښکته شي، ورپسې د مرگوني سیل څپې راشي او د خلکو هست و بود له یوې مخې پوپناه کړي. په بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې د لوږې څونامي تر څنگ، د سیل بلا داسې ورانی کړی دی دی چې هېوادوال څه چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده. دې مرگوني سیل له ۳۱۰ زره ماشومانو هر څه اخیستي دي نور حال د تاند په رپوټ کې:

«تاند (یکشنبه، د ثور ۲۳ مه) په افغانستان کې د سېف دي چلدرن د افغانستان د څانګې مشر ارشاد ملک وايي، اټکل کېږي چې د افغانستان په شمال په تېره بیا بغلان کې د وروستیو سیلونو له کبله د ۳۱۰ زره ماشومانو ژوند اغېزمن شوی دی او هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي ملک رویټرز خبري اژانس ته وویل، سیلونو د ماشومانو هر څه وړي، ناببره سیلونو کلي لاندې کړي، کورونه یې ویجاړ کړي دي.»

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۷ ټنه ضروري درمل، طبي وسایل او نورې مرستې یې سیل ځپلیو ته استولي او تر دې مخکې یې هم د سږو د عفونت، اسهال او سو تغذیې د مخنیوي په هدف د کابو ۲۰ زره تنو او طبي وسایل او درمل یې د ۵۰۰ تنو لپاره لېږلي وو.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې یوه چارواکي وویل چې د دې اتحادیې له لوري د افغان سیل ځپلو لپاره یوه الوتکه بشري مرستې کابل ته ورسیدې.

د بحران د مدیریت په برخه کې د اروپايي اتحادیې کمیشنرې باینز لیناریچ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا الوتکه په داسي حال کې د کابل په هوايي ډګر کښېناسته چې د بشري چارو شریکان یې په افغانستان کې له سیل ځپلیو سره په کومک بوخت دي.

دې زیاته کړه چې په دې الوتکه کې ۹۷ ټنه مرستې شاملې دي.»

دغه راز د خوړو نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې: په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو ژوندي پاتې شوي خلک نه کور، نه ځمکه او نه هم د ژوند کومه سرچینه لري.

په ځینو وړاندوینو کې راغلي دي چې نور اورښتونه هم کېدونکي دي، حالات مخ‌په خرابېدو دي او د بشري ناورین د رامنځ‌ته کېدو په صورت کې نه طالبان کومه ځانگړی چمتووالی لري او نه د نړیوالو مرستو ژمنې شوې دي.

پر افغانستان باندې د لوږې څونامي د څپو د خپرېدو په څنگ د سیلاونو له راوتلو سره ډېرځلې داسې شوي چي پر افغانانو باندې د قحطۍ هغه شرایط راغلي چې د قحطۍ د نړیوالو نورمونو له مخې باید وویل شي چې دا ده پر دې خلکو او ټولنه باندې قحطي راغلې ده. د قحطۍ دوه مهم شرطونه دا دي:

د خوراکي توکو د کمښت په وجه له سختې خوارځواکۍ سره مخ کېدل او یا هم له لوږې مړه کېدل. او دا دوه حالتونه څو، څو ځلې پر افغانانو باندې راغلي دي. امریکايي مقاماتو (سیگار) په جدي ډول وویل چې:

«شپږ میلیونه خلک د قحطۍ له شرایطو سره مخامخ دي.»

د سیگار په یوه رپوټ کې چې «په افغانستان کې قحطي په شدت روانه ده» سرلیک لري؛ داسې راغلي دي:

«د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په خپل نوي راپور کې په هېواد کې د قحطۍ د لا خرابېدو او د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) تېره شپه (اسد ۱۱) په خپل راپور کې ویلی چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دی او د ښځو وضعیت هم مخ په خرابېدو دی.

د سیګار درې میاشتنی راپور زیاتوي چې مرستندویه ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوراکي توکو له سخت کمښت او بیړني کمښت سره مخ دي او تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان د لوږې له سختې کچې سره مخ شي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم جدي دی او زیاتوي چې ۱۸.۹ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. هغه لوږه چې سګار یې د ژوند ګواښونکي ګڼلي دي.

دغه سازمان دا هم وايي چې شپږ میلیونه خلک د قحطۍ له شرایطو سره مخامخ دي.

سیګار دا هم زیاتوي چې احتمال شته چې بیړنۍ مرستې د نومبر تر میاشتې پورې په چټکۍ سره راټیټ شي، چې د افغانستان د نفوس یوازې ۸ سلنه ته رسیږي.»

دغه راز د قحطۍ د شرایطو په باب د بي‌بي‌سي په یوه نوي رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د قحطۍ اعلان

قحطي هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یو هېواد د خوراکي توکو له کمښت سره دومره مخ شي چې اوسېدونکي یې له سختې خوارځواکۍ او لوږې سره مخ شي او یا هم له لوږې مړه شي.

د قحطۍ اعلان معمولا د ملګرو ملتونو لخوا کېږي. کله کله دا پرېکړه د قحطۍ ځپلي هېواد له حکومت سره په ګډه کېږي او معمولا نړیوال مرستندویه سازمانونه او بنسټونه هم د هغو د نښو په پېژندلو کې خپل رول لوبوي.

ملګري ملتونه په رسمي ډول د قحطۍ اعلانولو لپاره د یوه معیار پر بنسټ عمل کوي، چې “د خوړو خوندیتوب پړاو طبقه بندي (IPC)” نومېږي.

د دې معیارونو پر بنسټ، په سختۍ د خوړو کمښت او د خوړو خوندیتوب، په پنځو پړاونو کې طبقه بندي شوي، چې تر ټولو بد یې پنځم پړاو دی او هغه د عمومي قحطۍ اعلان دی.

خو مخکې له دې چې په یوه ټاکلې جغرافیه کې په رسمي توګه قحطي اعلان شي، دا درې ناوړه پېښې باید هلته پېښې شوې وي:

لږ تر لږه ۲۰ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وي.

لږترلږه ۳۰ سلنه ماشومان سخته خوارځواکي ولري.

په سیمه کې د هرو لس زرو کسانو څخه، هره ورځ دوه لویان یا څلور ماشومان “د ښکاره لوږې، خوارځواکۍ، یا ناروغۍ” له امله مري…

د لوږې پر وړاندې “د بشردوستانه عمل” سازمان وايي، یو شمېر نور هېوادونه “د لوږې په خورا خطرناکه کچه” کې دي.

په دغو هېوادونو او سیمو کې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، په ایتوپیا کې د تیګرای سیمه، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې خبرداری ورکړ هایټي، چې له ډله ییز تاوتریخوالی سره مخ هېواد دی او له سخت سیاسي او اقتصادي ناورین سره مبارزه کوي، “د لوږې د ویجاړونکي ناورین په څنډه دی.”

د طبقه بندۍ له مخې، په دې هېواد کې شاوخوا یو اعشاریه څلور میلیونه خلک د قحطۍ حالت سره مخ دي او نور درې میلیونه کسان له دې وضعیت څخه یوازې یو ګام لېرې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب پړاوونو اړوندې طبقه بندۍ له مخې، په هایټي کې د خوړو خوندیتوب حالت د “خبرتیا” په پړاو کې دی.

که څه هم د قحطۍ رسمي اعلان، د قحطۍ ځپلې سیمې لپاره ځانګړې بودجې په پام کې نیولو لامله نه کېږي.

خو په ډېرو مواردو کې، دا د نړیوالې ټولنې د پراخ غبرګون لامل کېږي، چې ملګري ملتونه، بېلابېل بنسټونه او هېوادونه پکې شامل دي چې د خوړو د سرچینو او بېړنیو بسپنو چمتو کولو وړتیا لري.»

د لوږې څونامي څپې، په لومړي گام کې ماشومان ــ کوچنیان او باداره ښځې ځپي، اوس د لوږې څونامي د دې ځپلو پایلې وايي چې په افغانستان کې یې ورانی تر دې بریده دی چې د افغانستان د ۵۴ سلنې ماشومانو ژوند گواښي. د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې خوارځواکي د ۴۵ سلنه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

د راپور له مخې، تر ۲ میلیونو زیات افغان ماشومان دا اوس په خوارځواکۍ اخته دي.

ویل شوي، چې یوازې ۲۴ سلنه افغان شپږ میاشتني ماشومان تر دوه کلنۍ پورې لازم خواړه ترلاسه کولی شي.

بي بي سي فارسي تلویزون په دې اړه په یوه راپور کې یو شمېر کورنیو سره خبرې کړي، چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغو کورنیو ویلي، چې نه یې د ماشومانو میندې خپله لازم خواړه خوړی شي، چې ماشومانو ته د اړتیا وړ شیدې ورکړي او نه ماشومانو ته اړین خواړه برابرولی شي.

دوی دغه راز، د خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو د روغتیایي امکاناتو له کمښت هم شکایت کړی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې یې وخت پر وخت په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د شدت راپورونه رد کړي.

نړیوال سازمانونه وایي، چې خوارځواکي یوازې ماشومانو پورې محدوده ستونزه نه ده؛ بلکې د افغان میندو او نورو وګړو ژوند هم تهدیدوي.

په ورته وخت کې اندېښنې دا دي، چې افغانستان ته د غوښتل شویو بشري مرستو د تامینولو لپاره د مرستندویانو لېوالتیا ډېره کمه ده .»

په دغسې حالاتو کې چې د لوږې څونامي ترڅنگ، طبعي پېښې هم ښې په زور کې شي، نړیوال مرستندویان هم د بېلابېلو موجه او غیرموجه دلایلو له مخې خپلې مرستې یا لږې کړي او یا یې بیخي ودروي، د افغانانو لویې بېکاره او وږې ډلې به څه کوي؟ اوس له هرچا لارې ورکې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب