پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهغور کې د چورلکې سقوط یو تن وژلی او ۱۲نور ټپیان کړي

غور کې د چورلکې سقوط یو تن وژلی او ۱۲نور ټپیان کړي

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په فیروز کوه ښار کې د دوی د یوې چورلکې د سقوط له امله یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپيان دي.

د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي، چې دغه چورلکه د فېروز کوه دره قاضي سیمې ته د دې لپاره تله، چې سیند ته د یوه لوېدلي موټر سپرلۍ را وباسي.

سرچینه زیاتوي، چې سېند ته د موټر لوېدو دغه پېښه کې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی و.

یاد شوی موټر هرېرود سېند ته لوېدلی و.

حماس نه دي ویلي، چې د چورلکې د سقوط پېښه کې وژل شوی او ټپي شوي کسان په مشخص ډول څوک دي؟

په وروستیو کې افغانستان د خونړیو طبیعي پېښو شاهد دی.

طالب چارواکو د دغو پېښو قربانیانو او زیانمنو ته د رسیده ګۍ لپاره هوایي ځواک نه هم استفاده کوي، چې دا کار یې هرکلي سره هم مخ شوی.

1 COMMENT

  1. زه فکر کوم چې چورلکه لفظ سم نه دی، څرخکه سم دی. چورلکه داسې یوه شي ته وایي لکه لاټو چې په خپل ځای چورلي. څرخکه چې د الوتکې یو ډول دی، داسې وسیله ده چې څرخ لري او د څرخ د څرخېدلو په زور الوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...