Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په یوه کال کې د ۱۰،۳ میلیارد ډالرو واردات او صادرات...

افغانستان په یوه کال کې د ۱۰،۳ میلیارد ډالرو واردات او صادرات کړي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۶ مه) د افغانستان د معلوماتو او ملي احصایې اداره وايي چې تېر کال افغانستان د ۱۰ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او صادرات کړي دي.

دې ادارې، نن (چهارشنبې) وویل چې افغانستان په یوه کال کې د یو اعشاریه ۷۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او د ۸ میلیارده او ۵۷۶ میلیون ډالرو واردات لرلي دي.

د معلوماتو او احصایې د ملي ادارې پر اساس، افغانستان د ۶۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو مېوه صادره کړې. ورپسې طبي بوټي، کاني مواد او سبزیجات ډېر صادر کړي دي.

خو په وارداتو کې د افغانستان ډېرې پیسې؛ یعني ۱ اعشاریه ۳۷۷ میلیارد ډالره په تېلو او تیلي موادو لګېدلي، ورپسې ماشین الات، ترانسپورتي وسایل او غله د افغانستان عمده وارداتي اقلام دي.

د راپور له مخې، افغانستان ډېر صادرات، پاکستان، ایران، هند او متحده عربي اماراتو ته کړي.

تر دې مخکې نړیوال بانک په ۲۰۲۳ م کال کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالره او واردات ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیون ډالره بللي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...