شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد امریکا له مخالفت سره سره هند د چابهار بندر د موافقې...

د امریکا له مخالفت سره سره هند د چابهار بندر د موافقې دفاع وکړه

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۶ مه) وروسته له دې چې امریکا وویل، په ایران باندې په بندیزونو کې یې چابهار بندر هم شاملیږي، هند له امریکا وغوښتل چې د دې بندر په اړه خپل نظر پراخ کړي.

د لسو کلونو لپاره هند ته د چابهار بندر د مدیریت د سپارلو په اړه د تهران او نوي ډیلي د موافقې له لاسلیکه وروسته امریکا وویل، ټول دې خبر وي چې واشنګټن پر هغو هیوادونو بندیز لګوي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه کوي.

د هند د باندنیو چارو وزیر جې شنکر له ایران سره د چابهار بندر د موافقې په دفاع کې وویل چې دا موافقه به د سیمې په ګټه وي.

د دوشنبې په ورځ د چابهار د ستراتیژیک بندر د ترمینل د عملیاتي چارو لس کلن قرارداد لاسلیک کړ.

دا اقدام به سیمه ییز اتصال زیات کړي او چابهار به پر یوه فعال بندر او د ترانزیت پر مرکز بدل کړي.

د دې قرارداد پر اساس به هند په لومړي ځل د چابهار بندر مدیریت او اداره په لاس کې واخلي او ورسره به د هند، افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه پراخه شي.

دا بندر د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د هند راکړه ورکړه ممکنوي او د پاکستان له احتیاجه یې خلاصوي.

اسلام اباد هند ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند او ایران په ګډ بیان کې ویل شوي چې د چابهار بندر د ترمینل قرارداد د هند د نړیوالو بندرونو لمیټید او د ایران د بندر او سمندري چارو سازمان ترمنځ لاسلیک شو.

هندي رسنۍ وايی، دا لومړی ځل دی چې هند د یوه بهرني بندر مدیریت په غاړه اخلي.

دهند د بیړۍ چلونې او اوبلارو وزیر سارباناندا سونووال د قرارداد له لاسلیکېدو وروسته وویل، چابهار نه یوازې هند ته تر ټولو نژدې بندر دی بلکې له تجارتي نظره هم خورا ښه بندر دی.

هند پر دغه بندر لسګونه میلون ډالره پانګونه کړې څو د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړای شي.

2 COMMENTS

  1. وخت راتلونکی ده د بشریت دښمنې امریکې په خوله به څوک پیاز هم نه خوري. پریږده سي دغه نړیواله فاحشه غپیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب