دوشنبه, اپریل 21, 2025
Home+د پوستکي زړښت ځنډېدای شي

د پوستکي زړښت ځنډېدای شي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) څېړونکي یو داسي کشف کړی چې ښایي په راتلونکي کې ترې د زړېدو د نښو د چټکتیا له کمېدو سره مرسته کوي.

څېړونکو موندلې چې د انسان بدن څنګه له یوې بنسټیزې حجرې څخه پوست جوړوي، او حتی توانېدلي چې په لابراتور کې د پوستکي یوه کوچنۍ نمونه جوړه کړي.

دا څېړنه د یوې پراخې مطالعې برخه ده چې هدف یې دا دی چې پوه شي څنګه د انسان د بدن هره برخه له یوې حجرې څخه بله حجره جوړوي.

دا کشف پر دې سربېره چې له زړښت سره په مبارزه کې مرسته کولی شي، د مصنوعي پوست جوړولو لپاره هم کارېدلی شي، چې په پایله کې به یې د پوستکي د پیوند او داغونو د له منځه وړلو لپاره ګټوره وي.

پروفسیره مزلفه حنیفه، چې د دې پروژې له مشرانو څخه ده، ویلي چې دا څېړنه به له څېړونکو سره مرسته وکړي چې په اغېزمن ډول د ځینو ناروغیو درملنه وکړي او په همدې حال کې به د انسان د اوږدمهاله روغتیا لپاره نوې لارې ومومي، او کېدای شي د انسان د ځوانېدو لارې هم پرانیزي.

پروفسیره حنیفه، چې د ولکام سانګر انستیتیوټ غړې ده، ویلي: «که موږ وکولی شو چې د پوستکي په جوړښت کې بدلون راولو او د عمر د زړېدو د نښو مخه ونیسو، زموږ مخ او بدن به لږې ګونځې ولري.»

البته دا پرمختګ لا هم لرې دی او په راتلونکي کې امکان لري، خو په دې برخه کې څېړنې د پرمختګ په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...