یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه...

طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ژوندي سارو د عکسونو او ویډیوګانو د خپراوي پر وړاندې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی.

د دې وزارت یوه چارواکي پرون (شنبې) وویل چې د ژوندي سارو عکس اخیستل او په دفتر یا کور کې نصبول د شریعت خلاف دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د ژوو یا ذی روحو عکس اخیستل منع دي.

طالبانو په رسمي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د عکس اخیستلو، ویډیو جوړولو او د ځینو تصویري رسنیو د فعالیتونو مخنیوی پیل کړی دی.

 دغه ډله باور لري چې د اسلام د پیغمبر د حدیث له مخې، عکس اخیستل یوه “لویه ګناه” ده.

د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د دې وزارت د یوه مفتي، محمد یحیی عارف خبرې په ایکسپاڼه کې خپرې کړې. یحیی عارف په دې پیغام کې وايي: «د خرو، سپو، زمریانو او مرغانو په شمول د ټولو ژوندي سارو عکس اخیستل منع دي. دغه عکسونه باید و نه پلورل شي، و نه وپېرل شي او نه په کورونو کې وساتل شي.»

دغه مفتی خلکو ته وویل چې د خرو او مرغانو په څېر د حیواناتو عکس اخیستل هېڅ ګټه نه لري.

عارف ټینګار وکړ: «کله چې امر بالمعروف اعلان کوي چې عکسونه منع او د شریعت خلاف دي، دا شخصي نظر نه دی؛ بلکې دا د شریعت او د خدای د پیغمبر امر دی.»

هغه له خلکو وغوښتل چې له عکس اخیستلو او د عکسونو له نصبولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې په هغه باور، دا عمل “ګناه” ګڼل کېږي او “د الهي عذاب” سبب کېږي.

طالبانو په دې بسنه نه ده کړې او راپورونه ښيي چې دوی په تدریجي ډول ټول تلویزیونونه بندوي.

طالبانو تصویري رسنۍ د شریعت خلاف ګڼلې دي. دغه بهیر له کندهار ولایت څخه پیل شوی او بیا تخار ته رسېدلی، چیرې چې ځایي تلویزیونونو ته د بندولو امر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب