یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Homeخبرونهنیوزیلنډ او جنوبي افریقا د ښځو د ۲۰ اوره نړیوال جام...

نیوزیلنډ او جنوبي افریقا د ښځو د ۲۰ اوره نړیوال جام په پایلوبه کې

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) د کرکټ نړیوالې شورا تر چتر لاندې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې به نن د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلې مخامخ شي.

دا پایلوبه به د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ نیمې بجې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې پیل شي.

د نیوزیلنډ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او جنوبي افریقا بیا له اسټرالیا نیمه پایلوبه وګټله.

تر دې دمه د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ښځینه ملي لوبډلو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي نه ده ګټلې.

تر دې وړاندې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دوه ځلې د نړیوال جام پایلوبې بایللې وې او جنوبي افریقا بیا تېرکال له اسټرالیا په پایلوبه کې ماتې وخوړه.

دغه شل اوریز نړیوال جام د اکټوبر په ۳یمه نېټه د لسو هېوادونو ترمنځ پیل شو او تر دې دمه پکې ۲۲ سیالۍ ترسره شوي دي.

د ویلو ده چې د یاد نړیوال جام تر پیل وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو چې دا ځل به د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینوو په څېر وي او ګټونکې لوبډلې ته به دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب