Homeخبرونهپه سروبي کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه پرانستل شوه

په سروبي کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه پرانستل شوه

تاند(شنبه، د میزان ۲۷ مه) د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وایي چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د نغلو په سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه پرانستلې ده.

دغه وزارت ویلي چې دا پروژه به په کابل او ننګرهار کې د ۱۰ زرو کورنیو لپاره بریښنا برابره کړي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو ویلي چې دا پروژه د «ګرین ایتیت پاور» شرکت له خوا د ۷.۶ میلیون ډالرو په لګښت عملي شوې ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور،  د دې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د دې وزارت اصلي تمرکز له داخلي سرچینو څخه د بریښنا تولید دی.

هغه زیاته کړه چې وزارت یې پلان لري چې په ډېرو ولایتونو کې د نوي کیدونکي انرژۍ پروژې پلي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...