شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار نژدې ۱۰ زره ټنه پیاز صادر کړي

کندهار نژدې ۱۰ زره ټنه پیاز صادر کړي

تاند (شنبه، د میزان ۲۷ مه) کندهار په تېرو دوو میاشتو کې د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۹۵۰ ټنه پیاز صادر کړي دي.

دا خبره د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا د کندهار د کرنیزو تولیداتو په اړه د نورو معلوماتو د ورکولو ترڅنګ باختر خبري آژانس ته کړې ده.

د ده په وینا، پیاز په عمده توګه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته صادر شوي، چې د کندهار د کرنیزو وړتیاوو یوه نښه ده.

 بینا د پیازو د تولید د زیاتوالي لامل د محلي بزګرانو هڅې او د پخوا پرتله ښه شوي کرنیز فعالیتونه وبلل.

تمه کیږي چې د پیازو تولید زیاتوالی به د بزګرانو ژوند ته ګټه ورسوي او د ولایت په ټول اقتصاد کې به مثبته ونډه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب