Homeخبرونهد ښځونړیوال شل اوره جام؛ پایلوبه سبا یکشنبه ترسره کېږي

د ښځونړیوال شل اوره جام؛ پایلوبه سبا یکشنبه ترسره کېږي

تاند ( شنبه د میزان ۲۸مه) د ښځو ترمنځ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره مخامخ شوې.

پرون د جمعې په ورځ ۲همه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټنډیز ترمنځ ترسره شوه، چې نیوزیلنډ د ۸ منډو په توپیر وګټله.

دغه سیالي چې د عربي متحده‌اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه.

نیوزیلنډ د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. ویسټنډیز په ۲۰ اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۰ منډې یې وکړې.

اېډن کارسن چې په‌دې لوبه کې د ویسټ اینډیز درې لوبغاړې وسوځولې د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه.

د روان شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي.

سبا یکشنبه د اکتوبر ۲۰مه به پایلوبه به د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تر نیوزیلنډ وړاندې افریقا، اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ځان رسولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...